پکتيکا کې ۹۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې

اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې د ناروې کمېټې (NAC) د دغه ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې له تېرو څو مياشتو راهيسې ځينې رغنيزې پروژې پېل کړي، چې پر مهال يې ۹۰۰۰ بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

په سويل ختيځ زون کې د يادې کمېټې مسوولين وايي، دوی د اوبو مدیريت، چيک ډيمونو او کانالونو برخه کې پروژې پلي کوي چې د سيمې ۹۰۰۰ کسان په کې په کار بوخت دي.

دوی زياته کړې چې يوازې د پکتيکا په زرغون شهر ولسوالۍ کې يې ۱۵۴۸ کسان په کار بوخت کړي او ورته د کار په بدل کې ۱۰۰ امريکايي ډالر ورکوي.

دغې ادارې په مرکز ښرنه، يوسف خېلو او مټاخان کې هم ځينې رغنيزې پروژې تر کار لاندې نيولي چې ځايي خلک يې د سيمې لپاره ګټور ګام بولي او د پراخېدو غوښتنه يې کوي.

ناروې کمېټې د دې سربېره په سويل ختيځ زون کې په روغتيا او کرنې برخه کې هم ګڼې پروژې پلي کړي او لاهم دوام لري.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه