Photo: 8am.media

په ملايي حاکميت کې د زده کړو تياره راتلونکی

شمشاد زلمی

د بشر حقونو څار سازمان په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د زده کړو په اړه په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې که څه هم د نړۍ پاملرنه له زده کړو د نجونو او ښځو محروميت ته زياته ده، مګر په دې لړ کې يو بل دردوونکی اړخ دادی چې طالبانو د يو لړ بدلونونو په راوستلو سره د هلکانو د زده کړو کيفيت او کميت دواړه ځپلي او له دې اړخه هم افغانستان له يوه نامعلوم او تياره راتلونکې سره لاس او ګرېوان دی. د شته معلوماتو او خپرو شويو راپورونو پر اساس، دا خبره يوازې تر ښوونځيو هم نه ده محدوده بلکې پوهنتونونه هم په عين برخليک اخته دي او طالبانو چې په ښوونځيو کې د خپلو ناسمو بدلونونو له کبله کومه بده ورځ راوستې، پوهنتونونه يې هم له ورته برخليک سره مخ کړي دي.

د طالبانو له لوري د داسې پاليسيو تطبيق يوه غير متوقع چاره نه ده، ځکه دوی د يوې ديني ډلې په توګه غواړي د تيوکراټيک نظام په جوړولو سره تر هرڅه وړاندې په اخرت کې د ځان او د نورو ښه ژوند تضمين کړي. دوی هر څه ته له همدې زاويې ګوري او تقريبا د همدې تصور پر اساس خپلې ټولې پاليسۍ جوړوي. له دې سره-سره له طالباني او ملايي دايرې څخه دباندې خلکو سره د دوی يوه ستونزه داده چې ځان ورته تر هغوی برتر او ښه ښکاري، ځکه دوی انګېري چې تر ټولو ښه علم دين يې زده دی او همدا پوهه يوازې دوی ته حق ورکوي چې واکمن شي او خلکو ته ښه او بد وښيي. دا خبره نه يوازې دوی په خپلو کړنو کې څرګندوي بلکې د مدرسې په چاپېريال کې دننه دا خبره نه يوازې د دوی د نصاب برخه ده چې عام وګړي (له ملايانو او طالبانو پرته نور خلک) د څارويو په څېر دي [۱] بلکې همدا خبره هلته د حاکم ذهنيت له لارې طالبانو ته ترزيقېږي چې تاسو تر نورو غوره ياست. د همدې ذهنيت د عامولو او پخولو په موخه ملايان په خپلو ويناوو کې په ګڼو دې ته ورته دروغو کيسو، رواياتو او نورو استدلال هم کوي.

د همدې بدلون نه منونکي دريځ له مخې طالبان له ټولو هغو ټولنیزو جوړښتونو سره ستونزه لري چې طالبانو او ملايانو نه وي جوړ کړي او يا يې هم دوی مشري نه کوي، ځکه له دوی سره د «غير شرعي» په نوم يو داسې معيار دی چې نور خلک يې د کارولو او ورڅخه د استفادې اجازه نه لري او دوی د همدې په وسيله هر هغه څه ختموي چې د دوی خوښ نه وي او يا هم د دوی د واک او ګټو پر وړاندې ممکنه خطر وي.

په دې لړ کې د ښوونځيو او پوهنتونو يو سيکولر او ازاد چاپېريال د طالباني او ملايي ذهنيت لومړی ښکار ګرزي. دغسې چاپېريال چې د ازاد او انتقادي تفکر د ودې هڅه په کې کېږي او له ديني-مذهبي زده کړو پرته د ساينس زده کړه په کې کېږي، د ملايانو او طالبانو له طبعې سره جوړ نه دی، ځکه د دوی په اند ساینس یا دنیوي زده کړې هم بايد له ديني ليدلوري زده کړل شي. د ملايانو ترمنځ يو عام بحث دا هم دی چې اصلن ساينس د دين په خدمت کې دی او وخت پر وخت له ملايي ذهنيت سره سم «قرآني اعجازونه»/طالباني افکار ثابتوي، له همدې کبله که له ساينس څخه دغسې يوه زده کړه کېږي، دوی يې هرکلی کوي او که له دې پرته بل څه وي، دوی يې مخالف دي او غواړي همدې چوکاټ ته يې راولي.

د بشر حقونو څار سازمان او تر دې وړاندې چې د افغانستان بېلابېلو رسنيو د زده کړو په برخه کې د طالبانو د اقداماتو او بدلونو په تړاو کوم راپورونه ورکړي دي، دا هر څه د همدې سيسټم برخه دي چې غواړي هر څه له ملايي معيار او ذهنيت سره سم جوړ کړي. په دې کې دوی ته يو مهم خنډ نصاب ښکاري. د دې لپاره يې نه يوازې د يوه بديل نصاب پر جوړولو کار پېل کړی دی چې خپل ټولي ملايي او «جهادي» افکار يې پکې ځای پر ځای کړي، ورسره يې د عصري او ساينسي علومو سهم په ښوونځيو او هم په پوهنتونو کې کم کړی دی. يو څه وخت وړاندې د پوهنتون په ټولو پوهنځيو کې د  اسلامي ثقافت مضمون کريډيټونه زيات شول او ان د تخصصي مضامينو ځای يې ونيوه. دا مضمون چې د جمهوريت پر مهال هم تدريسېده تر ډېره حده د ملايي او طالباني افکارو استازيتوب کوي او طالبانو د دې د کريډيټونو په زياتولو سره نه يوازې د ساينسي او تخصصي مضامينو ځای پرې ونیوه بلکې زمينه يې برابره کړه چې زده کړيالان او محصلين تر پخوا هم زيات وخت د دوی ټاکلو استادانو ته غوږ شي او وخت ورسره تېر کړي.

تر اوسه د ښوونځيو لپاره د طالبانو نصاب نه دی چمتو شوی خو له اوسه يې لا د هنر، مدني زده کړو او کلتوري مضامين حذف کړي او همدا راز د هشت صبح ورځپاڼې او ځينو نورو ادارو له راپورونو سره سم، طالبانو د اوسني نصاب په تړاو د خپلې ارزونې يو راپور تيار کړی او په دې لړ کې يې د بشري حقونو په ګډون پر ګڼو موضوعاتو نيوکې کړې دي. د ښوونځي په نصاب کې چې چيرته بودا د يوې تاريخي سيمي او څلي په توګه ياد شوی او ستاينه يې شوې، طالبانو دا کار غندلی او ويلي يې دې چې په دې بايد وشرمېږو او داسې نور ګڼ موارد. همدا راز يې په خپل دې راپور کې نيوکه کړې چې غرب اعتدال په ناسم ډول تعبيروي او په دې کتابونو کې هم داسې څه شته او د دوی په اند ښځه او نارينه سره برابر نه دي، خو په دې نصاب کې برابر ګڼل شوي دي.

د دوی په اند ښځه يو سيال انسان نه دی او له نارينه سره يې حيثيت هیڅ وخت نه شي برابرېدلای. له دې سره-سره ملايان د ديني-مذهبي متونو په استدلال ګڼ داسې مواد وړاندې کوي چې د دوی په اند د يوه بشپړ انسان په توګه د هغې مقام تر پوښتنې لاندې راولي او هغه له خپلو ګڼو انساني حقونو يوازې په دې خاطر محروموي چې په جنسيتي لحاظ ښځه پيدا شوې. ملايان ډېر وخت د اسلام پيغمبر ته د يوې منسوبې وينا پر اساس چې «تر ما وروسته مې د امت لپاره تر ټولو لويه فتنه د ښځو فتنه ده» ښځه يوه فتنه ګڼي او د طالبانو د قاضی القضات عبدالحکيم حقاني په وينا ښځه له «قرآني امر» سره سم، په دې امر شوې ده چې کور کې پاتې شي ځکه د دوی په اند فتنه ده او فتنه بايد بنديوانه وي. کله چې خبره زدکړييز چاپېريال ته راځي، نو د طالبانو چلند ورسره د همدې ذهنيت له مخې وي او د بشر حقونو د څار په وروستي راپور کې هم ويل شوي چې طالبانو ټولې ښځينه ښوونکې شړلې دي او په دې توګه ګڼ مضامين چې د ښځو له لوري تدريسېدل يا هم ښوونکي نه لري او يا يې هم پر ځای غير متخصص خلک چې تر ډېره حده ملايان او طالبان دې استخدام شوي او هغوی د هغه مضمون د تدريس پر ځای زده کوونکو ته طالبي ايډيالوژي تدريسوي.

د کابل په ګډون په ټولو ولايتونو کې خلک د هلکانو په ښوونځيو کې د زده کړو له ټيټ کيفيت څخه شکايت کوي. په ګڼو مواردو کې مې ليدلي او له نږدې خلکو مې اورېدلي چې په ښوونځيو کې د طالبانو له لوري ټاکل شوي معلمين او اداري خلک د ماشومانو زده کړې ته هيڅ پاملرنه نه کوي، هغوی په درسي ساعت کې په ټولګي کې دننه لوبې کوي، ښوونکي يې فارغ ناست وي خو درس ورته نه وايي او يا به هم دومره وړتيا نه لري چې تدريس ورته وکړي. په دې توګه په مجموع کې پر ښوونځيو د خلکو باور کم شوی او تمه يې ځینې شکيدلې ده. زه د ګڼو داسې پېښو شاهد يم چې خلکو خپل ماشومان له ښوونځي راګرزولي، لکه د بشر حقونو د څار په راپور کې چې يو زده کوونکی وايي، چې زه مې د کلي د مسجد او ښوونځي ترمنځ هیڅ توپير نه وينم، عين خبره هماغه خلک هم کوي بلکې دا هم وايي، چې تر ښوونځي په مدرسو کې هلکانو ته ښه درس ويل کېږي. په مدرسو کې هم د خلکو د پام اړولو په موخه انګلش، کمپيوټر او ابتدايي رياضيات زيات شوي تر څو خلک خپل اولادونه د ښوونځي پر ځای مدرسې ته ولېږي.

داسې ښکاري لکه په لوی لاس چې د موډرنو زده کړو د سيسټمونو او ادارو د ناکامۍ هڅه کېږي او په هغو سيسټمونو کې د غير مسلکي لاسوهنو او ټاکنو له لارې قصدا د ټولنې ترمنځ د دې ادارو او بنسټونو اعتبار زيانمنېږي.

بل پلو، طالبانو د خلکو پر وړاندې يوازې يو انتخاب پرېيښی دی چې هغه مدرسې دي. د مدرسو لپاره يې نه يوازې ښوونځي او دارالمعلمونه په مدرسو بدل کړي، بلکې ګڼې نورې دولتي او غير دولتي موډرنې ودانۍ يې د ښارونو په مهمو موقعيتونو کې مدرسو ته ځانګړې کړې دي. که څه هم طالبان هڅه کوي چې همدلته هلکان او ځوانان وروزي او بالاخره يې په ديني زده کړو سمبال کړي، مګر دا مدرسې په خپل يوه ماموريت کې چې له معيار سره سمې ديني زده کړې دي ناکامې دي، البته په يوه بل اصلي ماموريت کې چې طالبانو ته د جنګياليو او ملاتړو پيدا کول او له دې لارې ټولنه مديريت کول دي، بريالۍ دي.

د مدرسې په درس نظامي نصاب کې د عربي ژبې پر ګرامري زده کړې صرف او نحوې او بلاغي علومو (معاني، بيان او بديع) ډېر ټينګار شوی دی، البته په دې لړ کې په عربي ژبه ځينې ليکل شوي زاړه کتابونه په يوه غير مسلکي او غير منطقي ميتود تدريسېږي چې په پايله کې يې يو کس که څه هم په مدرسه کې د خپلو زده کړو پر مهال ټول عربي کتابونه لوستي وي، خو بيا هم په عربي ژبه چې د دين ژبه ده ليک، لوست او خبرې نه شي کولای. د ډېري ټيټې سطحې له عربي سره بلد وي او که يو څوک په کې ډېر تکړه وي، هغه به يوازې دومره کولای شي چې د عربي د متن په مفهوم له پوهاوي پرته د جملو او الفاظو ترمنځ ګرامري تړاو تشرېح کړای شي. يو څه وخت وړاندې د طالبانو د جهادي مدرسې د يوه استاد عبدالحميد حماسي يوه ويډيو پر ټولنيزو رسنيو خپره شوه چې عربي علماوو ته يې په عربي ژبه خبرې کولې. د نوموړي پر عربي د ګڼو متخصصو کسانو له لوري نيوکې وشوې چې عربي ناسمه وايي. همدا کس له همدې سيسټم څخه فارغ دی او بيرته په همدې ناکام سيسټم کې استاد دی. مګر په طالباني او ملايي لرليد کې د زده کړو کيفيت مهم نه دی، دوی ته کميت مهم دی او هغه په دې سيسټم کې پوره کېږي. تر څو چې دوی د خپل واک د ګټلو او ساتلو لپاره له دې سيسټم څخه جنګيالي او ملاتړي ترلاسه کولای شي، د دوی په اند هغه سم روان دی، که څه هم د مدرسو استادان يې ناسمه عربي ووايي او يا يې هم د «قاضی القضات» او «امير المؤمنين» کچې اشخاص د يوه ساده او لنډ عربي متن د ليکلو وړتيا ونه لري.

د طالبانو موخه داده چې که له ښوونځيو او پوهنتونونو ډاکټران، ساينسپوهان، انجينران، حقوقپوهان او نور متخصص خلک نه راوزي، هيڅ خبره نه ده مګر هر څوک چې له دې ځايه وزي، بايد ږيره ولري، په طالباني ايډيولوژي سمبال وي او يو بالقوه طالب وي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[۱] د عوامو او نورو څانګو د پوهانو په اړه د دُر المختار په مقدمه کې ويل شوي:

وَالْجَاهِلُونَ لِأَهْلِ الْعِلْمِ أَعْدَاءُ. یعنې ناپوهان (عوام) د عالمانو دښمنان دي.

د دغې جملې په شرح کې يې لیکلي:

(وَالْجَاهِلُونَ) أَيْ بِالْعِلْمِ الشَّرْعِيِّ. فَيَشْمَلُ الْعَالِمِينَ بِغَيْرِهِ، بَلْ هُمْ أَشَدُّ عَدَاوَةً لِعُلَمَاءِ الدِّينِ مِنْ الْعَوَّامِ .

ژباړه: جاهلان یعنې له شرعي علومو څخه ناخبره خلک، نو دا هغو خلکو ته هم شاملېږي چې غیر شرعي علم لري، بلکې تر عوامو دا خلک د دیني عالمانو ډېر سخت دښمنان دي.

دلته دوی له ملایانو پرته نور خلک چې په نورو علومو کې هرڅومره پوهان هم وي، عوام او د ځان دښمنان بللي دي، بلکې رد المحتار د روژې د بحث په آخره کې د اعتکاف تر بحث مخکې په دغه خپله اصطلاح عوام له څارویو ( چارپایانو) سره ورته بللي فرمايي:

 فَهُمْ (العوامُ) كَالْأَنْعَامِ  ژباړه: عوام لکه چارپایان داسې دي.