د پوهنې لپاره نړیوال ګډون د افغانستان د زده کړې له برخې سره د ۱۱۰ ميليونه ډالره مرستې د ځانګړي کیدو خبر ورکړ

اطلاعات روز: د زده کړې لپاره نړیوال ګډون (جي پې اې) خبر ورکړی چې په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړو د ملاتړ لپاره يې ۱۱۰ ميليونه ډالره بلا عوضه مرسته ځانګړې کړې ده.

د دې شبکې له اعلاميې سره سم، دا مرسته به د دوو راتلونکو کلونو پر مهال د افغانستان له نجونو او هلکانو سره مرسته وکړي تر څو په ټولنيز محوره زده کړو کې ګډون وکړي او بنسټيز مهارتونه زده کړي.

د زده کړې لپاره نړیوال ګډون ويلي، هيله کېږي چې په ټول هيواد کې به ۷.۶۶ ميليونه ماشومان د دې سازمان له مرستو ګټه واخلي.

د زده کړې لپاره د نړيوال ګډون ادارې مديرې لورا فریجنتي ويلي: «موږ خوښ يو چې په افغانستان کې له زده کړې سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوو.»

د دې په وینا، ۱۱۰ ميليونه ډالريزه بودیجه به په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) او د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (سيف د چيلډرن) له لوري مصرفېږي او د افغانستان له ماشومانو سره به مرسته وکړي تر څو هغې زده کړې او روزنې ته لاسرسی پيدا کړي چې د ټولنې رغوونکي غړي او رغنده راتلونکی ورته اړتيا لري.

د زده کړې لپاره نړیوال ګډون په نړۍ کې د بې سوادۍ د ختمولو يو مشترک تعهد دی.

دا شبکه شريکان او مالي منابع راغونډوي تر څو په ۹۰ کم عايد لرونکو هيوادونو کې د زده کړې د برخې ملاتړ وکړي.