د خوړو نړيوال پروګرام: له پاکستانه ايستل شويو ۲۸۰ زره کډوالو سره مو مرسته کړې

اطلاعات روز: د خوړو نړيوال پروګرام وايي، چې تراوسه يې له هغو ۲۸۰ زره کډوالو او پناه غوښتونکو سره مرسته کړې چې له پاکستانه په زور شړل شوي دي.

دې بنسټ نن (دوشنبه، ۲۷ د ليندۍ) پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې له دې کسانو سره يې نغدي او د خوړو مرسته کړې ده.

د خوړو نړيوال پروګرام زياته کړې: «د دوی ډېری داسې ځای نه لري چې ورشي او نه پوهېږي چې د افغانستان له سخت ژمي څخه ځان خوندي وباسي.»

دې بنسټ تر دې وړاندې هم اعلان کړی و چې کوم کډوال او پناه غوښتونکي له پاکستان څخه افغانستان ته ځي، د تورخم او سپين بولدک په پولو کې ورسره مرسته کوي.

د خوړو نړيوال پروګرام له دې کسانو سره د ۲۷.۵ ميليونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

پاکستان تر ۱.۷۳ ميليونه زياتو بې اسناده کډوالو او پناه غوښتونکو ته د نوامبر تر لومړۍ نيټې وخت ورکړی وو، چې دا هيواد پرېږدي او د دې مهلت په پای ته رسېدو سره يې د هغوی د ايستلو بهير پېل کړی چې اوس هم روان دی.

د نړيوالو سازمانونو له شمېرو سره سم، د روان ميلادي کال له سپټمبر مياشتې راهيسې تراوسه له پاکستان څخه تر ۴۶۰ زره زيات کسان افغانستان ته راغلي دي.