خوست کې د طالبانو د پوهنې رياست له ټولو دولتي ښوونکو بيا ځلي ازموينه اخلي

اطلاعات روز: په خوست ولايت کې د طالبانو د پوهنې رياست دغه ولايت کې د دولتي ښوونځيو له ټولو ښوونکو بياځلي ازموينې لپاره نېټه اعلان کړې او ويلي دي، چې له ښوونکو به په مشخص کړل شويو مضمونونو کې ازموينه اخيستل کېږي.

دوی تېره ورځ (دوشنبه، ۴ د مرغومي) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ازموينه د روانې مياشت په ۹مه نېټه په ۱۲ مضمونو کې د ښوونکي له مربوطه رشتې سره سم اخيستل کيږي او د دې لپاره په مرکز او ولسواليو کې لېسې مشخصې کړل شوې دي.

د پوهنې رياست طالب مسوولينو د دې ازموينې موخه نه دی څرګنده کړې، خو په دغه ولايت کې يو ښوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي په دولتي لېسو کې د هغو ښوونکو د ګوښه کېدو لپاره اخيستل کېږي چې له اوسني نظام سره فکري مخالفت لري او يا يې هم د کورنۍ غړو په تېر نظام کې نظامي دندې ترسره کړې وي.

اوس مهال په خوست کې لسګونه دولتي ښوونځي شته چې زده کوونکو ته يې د سلګونه ښوونکو له لوري زده کړې ورکول کېږي.