خوست کې د طالبانو د پوهنې رياست له ۴۰۰۰ ډېرو ښوونکو بياځلي ازموينه واخيسته

اطلاعات روز: په خوست ولايت کې د طالبانو د پوهنې رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه ولایت په دولتي ښوونځیو کې د ظرفيت معلومولو په موخه له ۴۱۱۵ ښوونکو ازموينه اخیستل شوې ده.

د پوهنې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ازموینه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۰ د مرغومي) يوازې د دولتي ښوونځيو له ښوونکو اخیستل شوې ده.

دوی زياته کړې چې د دغې ازموينې پايلې به په درې کټګوريو اعلان او بريالي ښوونکي به د ټاکل شويو مضمونونو لپاره په دندو وګمارل شي.

د ياد رياست له خوا په اخيستونکې ازموينه کې ۷۰ ښوونکو ګډون نه وو کړی او ځينو ښوونکو له وړاندې نيوکه کړې وه، چې دا د دوی د لېرې کیدو لپاره ترسره کيږي، خو پوهنې رياست وايي، هغه ښوونکي چې ظرفيت يې کم دی د پلان له مخې به ورته سيمينارونه جوړ شي.

اوس مهال په خوست کې لسګونه دولتي ښوونځي شته چې د سلګونه ښوونکو په درلودلو سره زده کړییز بهير پرمخ وړي.