د خوست په درې ولسواليو کې د ځنګلونو بيارغونې لپاره د چارمغزو قوريې جوړيږي

په خوست ولايت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لوري د دغه ولايت په درې ولسواليو باک، صبريو او ځاځي ميدان کې د ځنګلونو بيارغونې په موخه د چارمغزو قوريې جوړيږي.

يادې ولسوالۍ چې په کرنه او بڼوالۍ برخه کې هر کال ښه حاصلات ورکوي، د جلغوزيو سربېره په ګڼو سيمو کې لوی او کوچني د چارمغزو بڼونه هم شته، چې د سيمې د خلکو لپاره د عايداتو ښه سرچينه بلل کېږي.

د خوست ولايت لپاره د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، د دې قوريو د جوړولو لپاره له تېرو څو ورځو راهيسې اړونده ولسواليو ته مسلکي کسان تللي او د نورو اقداماتو سربېره به سيمه ييزو بڼوالو ته روزنه هم ورکړي.

دوی زياتوي، چې باک، صبري او ځاځي ميدان کې يې ۲۸ بڼوالو ته د چامغزو ۱۵۴۰ کيلو ګرامه تخمونه هم وېشلي او په وينا يې چې په جوړېدونکو قوريو کې به له ۳۵۰۰-۴۰۰۰ په تعداد د نيالګيو د تولید ظرفيت هم ولري.

د يادو ولسواليو بڼوال هم له دوی سره د چارمغزو قوريو برخه کې دا ډول همکاري مهمه بولي او وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای چې په خپل شخصي لګښت په کرنې او بڼوالۍ برخه کې دا ډول اقدامات ترسره کړي.

باک ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو له حوا خلکو ته د چارمغزو د تخمونو ویش. انځور: خوست کې د طالبانو د کرنې ریاست

د باک ولسوالۍ اړوند د شري کلي يو بڼوال نورګل وايي، په سيمه کې يې چارمغز ښه حاصلات ورکوي، خو هغه زياتوي چې په تېرو څو کلونو کې په دې برخه کې بڼوالو ته مسلکي روزنه نه ده ورکړل شوې.

نورګل غوښتنه کوي، چې له دوی سره دې اړونده ادارې د تخمونو، وسایلو او روزنې برخو کې همکاري وشي.

هغه وویل: «دلته په باک ولسوالۍ کې چارمغز ډېر ښه حاصلات ورکوي، ولې په تېرو څو کلونو کې په ډیرې غیری مسلکي ډول ځنګلونو کينول شوي او يا هم له دوی سره اړين وسايل نه شته، نو زمونږ غوښتنه دا ده ترڅو کرنې رياست يا دا ډول موسېسات چې مونږ ته يې قوريې جوړې کړي، نو دوی بايد مونږ او بڼوالو ته ښه روزنه هم راکړي.»

يادې قوريې چې د باک سربېره په ځاځي ميدان، صبريو او ځينو نورو ولسواليو کې هم خلکو ته جوړې شوي، بڼوال دا يوه حياتي پروژه يادوي او وايي، که په سم ډول يې پالنه وشي نه يوازې د شاړو غرونو په بيا زرغونتيا به ښه اثر ولري بلکې د خلکو اقتصادي ستونزې به هم ورسره راکمې شي.

د ځاځي ميدان يو بڼوال وويل: «دا د يو اوږد فکر لپاره جوړه شوې پروژه ده، خو که خلک يې په اهميت پوی شي، ولې متاسفانه چې د نه پاملرنې له امله دا ډول مسايلو ته زمونږ خلک په ډېر کم نظر ګوري او د اهميت په اړه ورته سم پوهاوی نه دی شوی، ګټه يې دا ده چې غرونو کې به مو هغه برخې بيرته زرغونې شي چې ځنګلونه يې په بې رحمانه ډول پرې کړل شوي او بل که ورسيږي ښه حاصلات هم ورکوي.»

د خوست ځاځي میدان کې د چارمغزو قوریې. انځور: خوست کې د طالبانو د کرنې ریاست

په خوست ولايت کې په تېرو څو کلونو کې د بېلابېلو لاملونو له امله په غرونو کې د چارمغزو سربېره د جلغوزيو او نورو ځنګلونو اړوند ونې وهل شوي او دا چاره يا د اقتصادي ستونزو او يا هم د عامه پوهاوي د کموالي له امله ترسره شوې ده.

د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، که څه هم په ډيری سيمو کې اوس د ځنګل نه وهلو قومي تړونونه شوي، خو پکار ده چې کرنې رياست ورته د دوامداره مخنيوي لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.

په خوست کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست هم مني چې په تېرو کلونو کې د غرونو طبیعي ځنګلونه په بې رحمانه ډول پرې شوي، خو زياتوي چې اوس دوی د شنې قطعې په نوم يو د ساتونکي ۱۰۰ کسيزه وسله واله ډله ګمارلی او له غرونو ساتنه کوي.

په خوست کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې د دې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغولو په پار هلې ځلې کړندۍ شوي او په همدې موخه د جلغوزيو او چارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې لپاره په پنځو ولسوالیو موسی خېل، ځاځي میدان، تڼي، سپېره او شمل دوه منده کې ۳۶۰ کورني قوریې جوړې شوي دي.

د جلغوزيو او چارمغزو پر یاده پروژه ټول ټال ۶۵ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې په ۳۶۰ قوريو کې به شاوخوا دوه ميليونه ۱۶۰ زره نيالګي وروزل شي او د دریو کالو په لړ کې به په يادو ولسواليو کې ځنګلونو ته انتقال او ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه به تر پوښښ لاندې راولي.