اطلاعات روز: د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د ملي ډيموکراټيک غورځنګ مشر د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې له يو بريد څخه روغ وتلی دی.
په شمالي وزيرستان کې د پوليسو افسر روهان زيب ډان نيوز ته ويلي، چې د داوړ موټر نن (چهارشنبه، ۱۳ د مرغومې) د ټاکنيزې مبارزې پر مهال په نښه شوی دی.
د دې افسر په وينا، د دې سياستوال موټر مرمۍ ضد و او له همدې کبله ده ته زيان نه دی رسېدلی.
د ملي ډيموکراټيک غورځنګ غړو د دې بريد په تړاو د پلټنو غوښتنه کړې.
دا پېښه په شمالي وزيرستان کې د شپږو کسانو د مړو تر پیدا کېدلو شپږ ورځې وروسته رامنځته کېږي. دا شپږ تنه سلمانیان وو، چې د پوليسو په وينا، د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوي او وژل شوي دي.
