طالبان د غزني په ناور کې له ښوونکو او د معارف له کارمندانو په «زور» د کډوالو لپاره پيسې اخلي

اطلاعات روز: د غزني په ناور ولسوالۍ کې ځيني سرچينې وايي چې طالبان په دې ولسوالۍ کې له ښوونکو او د معارف له کارمندانو په «زور» د هغو کډوالو لپاره پیسې ټولوي چې له پاکستانه راشړل شوي دي.

يوې باوري سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې د طالبانو د پوهنې آمر قدرت الله جلالزي د ناور ولسوالۍ ټولو ښوونکو او د معارف کارمندانو ته ويلي چې هر کس بايد له پاکستانه راشړل شويو کډوالو سره د مرستې لپاره ۱۰۰ افغانۍ ورکړي.

د دې سرچينې په وينا، د طالبانو د پوهنې آمر ويلي چې دا امر د ناور ولسوالۍ لپاره د دې ډلې د ولسوال له لوري ورکړل شوی دی.

دا سرچينه وايي چې د طالبانو د پوهنې آمر د ناور ښوونکو او معارف کارمندانو ته خبرداری ورکړی چې که دا پيسې ورنه کړي، د هغوی له معاش څخه کمېږي.

د دې سرچينې له معلوماتو سره سم، د غزني په ناور ولسوالۍ کې ۷۰ ښوونځي فعال دي او په هر ښوونځي کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ښوونکي، يو آمر يا مدير، يو سر معلم او يو يا دوه نفر ملازمين شته دي.

دې سرچينې ويلي چې د طالبانو له امر سره سم، حتا د ښوونځيو ملازمين هم اړ دي چې دا پيسې ورکړي.

د دې سرچينې په وينا، طالبانو تر دې وړاندې هم د غزني په ناور ولسوالۍ کې له ښوونکو او د معارف له کارمندانو پيسې ټولې کړې دي.

دا سرچينه وايي چې طالبانو يو ځل د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د دې ولسوالۍ له ښوونکو او د معارف له کارمندانو ۱۰۰ زره افغانۍ ټولې کړې وې او يو ځل يې ترې په رشيدانو ولسوالۍ کې د يوه مسجد د جوړولو لپاره پيسې اخيستې وې.

سرچينې وايي چې په ناور ولسوالۍ کې د معارف ښوونکي او د معارف کارمندان ډېر کم معاش اخلي او په ډېره سخته ګوزاره کوي او نشي کولای هر ځل له خپل معاش څخه طالبانو ته پيسې ورکړي.