ننګرهار کې پر یو کور د لاسي ‌‌بم برید کې څلور نجونې ووژل شوې

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د «نامعلومو کسانو» له لوري د طالبانو د یو غړي پر کور د لاسي بم په برید کې څلور کوچنۍ نجونې وژل شوي او یوه ښځه ټپي ده.

د ننګرهار پوهنې ریاست کې یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل، چې دغه لاسي بم تېره شپه (یکشنبه، ۱۷ د مرغومي) د حصارک ولسوالۍ اړوند «میا صاحب» کلي کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې آمر مولوي غلام جیلاني حنفي پر کور غورځول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پیښه کې د مولوي جیلاني څلور لوڼې چې عمرونه د ۶ او ۸ کلونو ترمنځ وو وژل شوي او ښځه یې ټپي شوې ده.

سرچینې وویل، چې تراوسه د دې پېښې انګېزه نه ده روښانه.

بلخوا د یادې پېښې په تړاو تر اوسه ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولینو څه نه دي ویلي او نه هم کومې وسله والې ډلې د یادې پېښې مسوولیت منلی دی.

ننګرهار کې په دې وروستیو کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوي، چې عام خلک یې اندیښمن کړي دي.

د لاسي بم په برید کې وژل شوې کوچنۍ نجونې

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه