اطلاعات روز: سرچینې وایي، چې د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد اړوند «پنډۍ» سیمه کې مخ پټو کسانو پر دوه ښځینه افغان کډوالو برید کړی او دواړه یې د چړو په ګوزارونو ژوبلې کړې دي.
یو عیني شاهد کمال شاه وایي، پېښه نن (شنبه،۲۳ د مرغومي) سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د پنډۍاړوند «خیابان» سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه، چې دوه افغان کډوالې د کډوالو نړیوالې ادارې یو ځایي مرکز ته پر لاره وې.
نوموړی زیاتوي، دوه مخ پټو کسانو پر یادو میرمنو د برید پر مهال پر هغوی د چړو ګوازونه کړي او سختې یې ټپیانې کړي، چې له پېښې وروسته ځایي خلکو ټپیانې روغتون ته انتقال کړي او ډاکټرانو یې روغتیایې وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.
تراوسه د یادو میرمنو هویت او د پېښې لامل معلوم نه دی او نه هم ځایي پاکستاني امنیتي چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.
د پاکستان اړوند پنډۍ هغه سیمه ده، چې اوسمهال په کې زیاتره افغان کډوال اوسیږي.
