Photo: moiafghanistan

د اروپايي ټولنې استازې د دوحې د غونډې په اړه له حقاني سره خبرې کړي

اطلاعات روز: د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ شارژدافيرې رافیلا ایودیس راتلونکې مياشت په دوحه کې د جوړېدونکې غونډې په اړه له سراج الدين حقاني سره خبرې کړې دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، دا غونډه به د افغانستان په تړاو د ښکېلو هيوادونو تر منځ وشي.

اروپايي ټولنې يا هم د افغانستان په مسايلو کې ښکېلو هيوادونو تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه دې ويلي.

تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د هيوادونو د نمايندګانو او ځانګړو استازو غونډه جوړه شي. د دې غونډې د جوړېدو ځای تر اوسه په رسمي توګه نه دی اعلان شوی، خو د دې لړۍ لومړۍ غونډه تېر ميلادي کال په قطر کې جوړه شوې وه.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په خپل وروستي پرېکړه‌ليک کې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د نمايندګانو او ځانګړو استازو د غونډې رابللو په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د پرېکړي هرکلی کړی او د دې غونډې له ګډونوالو يې غوښتي چې د افغانستان د خپلواک ارزوونکي فريدون سينيرلي اوغلو په راپور کې د راغلو سپارښتنو په اړه دې بحث وکړي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د غونډې په اړه د دې وزارت د سرپرست سراج الدين حقاني نظر ته اشاره نه ده شوې.

حقاني د اروپايي ټولنې د استازولۍ له سرپرستې سره په خبرو کې ويلي، چې افغانستان تر څو لسيزې بې ثباتۍ او ستونزو وروسته په چټکۍ د سياسي او اقتصادي ثبات پر لور روان دی.

ده ادعا کړې، چې د افغانستان وګړي «تر لسيزو وروسته د جسمي او رواني امنيت احساس کوي».

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له بهرنيو هيوادونو سره د دې ډلې د تعامل په اړه ويلي، چې د طالبانو حکومت بايد په مهمو نړيوالو بنسټونو کې غړيتوب ولري تر څو خپل واقعي استازيتوب ولري او د مسايلو حل هم اسانه شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اوس مهال د پخواني حکومت له ډيپلوماټ سره ده.
د تېرو دوه نيمو کلونو پر مهال د دې څوکۍ د لاس ته راوړلو لپاره د طالبانو هڅو کومه پايله نه ده ورکړې او په دې موده کې د دې ډلې حکومت په رسمي توګه نه دی پېژندل شوی.

د سينيرلي اوغلو په راپور «په نړيواله ټولنه کې د افغانستان د بيا ادغام د لارې نقشه» کې دې ته اشاره شوې او په کې راغلي چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه د رسميت پېژندنې غوښتونکي دي چې دا چاره په نړيوالو کنوانسيونو کې د افغانستان د تعهداتو منلو او د هغو د رعایتولو لپاره د سياست، قانون جوړونې او عمل له لارې د حسن نيت اقداماتو ته اړتيا لري.

د ځانګړي استازي پر ټاکلو او د افغانستان کړکېچ ته د رسيدګۍ لپاره د ملي خبرو-اترو پر اړتيا ټينګار د سينيرلي اوغلو د راپور نورې برخې دي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په دې وروستيو کې د اوغلو په راپور کې د راغلو وړانديزونو د عملي کولو لپاره پرېکړه‌ليک تصويب کړ او د دې سازمان له عمومي منشي يې وغوښتل چې د افغانستان په چارو کې دې ځانګړی استازی وټاکي، خو طالبانو د ځانګړي استازي ټاکل غير ضروري ګڼلي دي.