انځور: خواله رسنۍ

خوست کې د مناسب بازار نشتون د ښځو د لاسي صنايعو کاروبار پېکه کړی

په خوست ولايت کې د ښځو د لاسي صنايع کاروبار پېکه شوی او لامل يې د مناسب بازار نشتون بلل کېږي.

که څه هم نړيوال موسېسات هڅه کوي، چې ښځو ته د کوچنيو کاروبارونو لپاره اسانتياوې برابرې کړي، خو د ياد ولايت په لاسي صنايعو بوختې مېرمنې وايي، د بازار موندنې برخه کې ستونزې له تېرو څو کلونو راهيسې پر ځای پاتې دي.

دوی دا غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې تازه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دوه ورځې وړاندې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دوی د خوست ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې بې سرپرسته ښځو ته د کوچنيو کاروبارونو يوه پروژه پلي کړې او له مخې يې لسګونه ښځې په لاسي صنايعو جوړولو او نورو چارو بوختې دي.

دغې ادارې د يوې خوستۍ مېرمنې بسيم بېګم له قوله ويلي، چې د ياد کاروبار له طريقه هره ورځ کافي اندازه پيسې ترلاسه کوي او شته اړتياوې پوره کوي.

بېګم ويلي: «له هغه راهیسې چې ما دا کاروبار پېل کړی، زمونږ د ژوند وضعيت ښه شوی، مونږ کولای شو چې د خپلو اړتياوو پوره کېدو لپاره پيسې ورکړو، ځکه زه په مياشت کې ۱۳۰۰۰ افغانۍ ګټه ترلاسه کوم.»

خوست کې په حرفوي زده کړو بوختې مېرمنې. انځور: UNHCR

د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د ACHRO  په همکاري په سويل ختيځ زون کې د کوچنيو کاروبارونو لپاره مرستې چمتو کوي او سږ کال يې په خوست ولايت کې د SME  په مالي مرسته ۳۰ ښځو ته کوچني کاروبارونه برابر کړي او هغوی له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي.

تېر کال د افغان پرمختيايي موسېسې له لوري په خوست ولايت کې ۵۰۰ ښځينه او نارينه زده کوونکو لپاره د حرفوي زده کړو اړوند خياطي، لاسي صنايعو، کورني توليدواتو د زده کړو کورسونه په لاره اچول شوي وو، چې موخه يې د لاسي صنايعو وده او د بې سرپرسته او اړمنو کورنيو لاسنيوی بلل شوی و.

بلخوا په دغه ولايت کې يوه برخه ښځې چې په خپل شخصي لګښت د لاسي صنايعو په کاروبار بوختې دي، د بازار له نشتون شکايت کوي او وايي، د توليداتو لپاره يې پيرېدونکي کمرنګه او هټۍ وال يې هم په مناسبه بيه ترې نه پیري.

دوی په دې برخه کې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو له رياست د اسانتياوو برابرېدو غوښتنه کوي.

هغه میرمنې چې د لاسي صنایعو په جوړولو او پلورلو سره د خپلې کورنۍ څه ناڅه اړتیاوې پوره کوي. انځور: UNHCR

د لاسي صنايعو اړوند د ښځو جامو جوړولو په لاسي صنايعو برخه کې په کار بوخته مېرمن روبينه وايي: «دلته چې مونږ ټيکري، ګنډونه، افغاني جامې او نور شيان جوړوو، ډېر زحمت پرې باسي خو خرڅولو کې مونږ ستونزې لرو او که يې د ښځو مارکېټ ته يوسو نو هلته يې دوکانداران په ټيټه بيه رانه اخلي، زمونږ غوښتنه دا ده چې زمونږ لپاره بايد يو ښه بازار پيدا شي.»

ومو غوښتل چې د يادې ستونزې لپاره خوست کې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو رياست نظر هم ولرو خو بريالي نه شوو.

په خوست کې د ښځو لپاره په تېر جمهوري نظام کې د «کومې» په نوم يوې موسېسې ځانګړی مارکېټ جوړ کړ، چې ټولې هټۍ والې يې هم ښځينه وې، خو په دغه مارکېټ کې د تېرو دوو کلونو راهیسې د بېلابېلو لاملونو له کبله بیروبار کم شوی دی.