سرچینې: طالبانو کونړ کې د امریکايي پوځیانو پخوانی افغان ژباړن تر شکنجې لاندې وژلی

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې وايي، چې د طالبانو استخباراتو په دغه ولایت کې یو پخوانی افغان ژباړن چې له امریکايي پوځیانو سره یې دنده ترسره کړې وه، تر شکنجې لاندې وژلی دی.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه ژباړن طالبانو درې ورځې وړاندې (یکشنبه، د سلواغې ۱) د کونړ په مرکز اسعد آباد کې نیولی و او وړمه ورځ یې د سرکاڼو ولسوالۍ په یوه دښتنه کې جسد موندل شوی.

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو دغه افغان ژباړن تر نیولو وروسته سخت شکنجه کړی او تر شکنجې لاندې یې ژوند له لاسه ورکړی، چې پر بدن یې د سختې شکنجې نښې لیدل شوي دي.

سرچینې د وژل شوي افغان ژباړن د هویت په تړاو نور جزیات ورنه کړل.

سرچینې د دغه وژل شوي ژباړن د پلار له قوله وویل، چې زوی یې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په نا معلوم ځای کې پټ و، چې د طالبانو استخباراتو یې له اوږدې مودې راهیسې د نیولو هڅې پېل کړې وې.

تراوسه د دغه وژل شوي افغان ژباړن د وژل کېدو په تړاو کونړ کې ځايي طالب چارواکو څه نه دي ویلي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته کونړ کې د بهرنیو ځواکونو او پخواني جمهوري نظام ګڼ کارکوونکي د طالبانو له لوري نیول شوي، بندیان شوي، شکنجه شوي او حتی وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته