فصيح الدين فطرت: د پاکستان لوی درستيز د بې وسۍ له امله د افغانستان په اړه څرګندونې کړې

اطلاعات روز: د طالبانو د دفاع وزارت د پوځونو لوی درستيز فصيح الدين فطرت په يوه اعلاميه کې د افغانستان په اړه د پاکستان د لوی درستيز څرګندونې «سپکوونکې» او د پاکستاني چارواکو د «بې وسۍ» له امله ګڼلې دي.

د منير څرګندونو ته په غبرګون کې د فطرت اعلاميه نن (شنبه، ۷ د سلواغې) د طالبانو د دفاع وزارت د وياند عنايت الله خوارزمي له لوري خپره شوې.

فطرت ويلي چې د پاکستان د پوځ لوی درستيز د خپل هيواد د يوه وګړي امنيت د افغانستان د ټولو وګړو له امنيت او ځان څخه مهم بولي، د ده په وينا دا «د يوه مسلمان ملت ارزښتونو ته سپکاوی دی».

د طالبانو دې چارواکې په عين مهال کې زياته کړې چې پاکستاني چارواکي د خپلو وګړو امنيت نشي ساتلای او د خپلې نيمګړتيا پړه پر نورو اچوي.

ده ويلي، د پاکستان وګړي بايد د «خپلو دولتمدارانو» د داسې څرګندونو په وړاندې چې «د دوو مسلمانو ګاونديو هيوادونو تر منځ د نفرت لامل کېږي، غبرګون وښيي».

د طالبانو د دې چارواکي په اعلاميه کې راغلي: «دفاع وزارت ټينګار کوي چې داسې غير مسولانه څرګندونې نه يوازې ستونزه نه حل کوي بلکې د دوو ګاونډيو هيوادونو تر منځ اړيکې هم زيانمنوي.»

د پاکستان د پوځ لوی درستيز د پاکستان د بهرني سياست د لومړيتوبونو په اړه ويلي چې «د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی».

ده ويلي: «کله چې د هر پاکستاني د امنيت خبره مخې ته راځي، کولای شو ټول افغانستان يې پښو ته قرباني کړو.»

ده زياته کړې چې افغانستان له پخوا راهيسې په بلوچستان کې د بغاوت ملاتړ کوي او «لوېديځ ګاونډي هيڅکله هم له پاکستان سره د دوستۍ څرګندونه نه ده کړې».

د پاکستان د پوځ لوی درستيز طالبانو ته خبرداری ورکړی چې «پاکستان ته مه ګورئ. موږ تيار يو چې هر څه او هر څه قرباني کړو».