د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره په یوې ترافیکي پېښه کې ١٥ کسان مړه شوي

اطلاعات روز: ځایې سرچینې خبر ورکوي چې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د یو موټر د چپه کیدو له امله ١٥ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یو عیني شاهد عبدالله وایي، چې پېښه نن (یکشنبه، ۸ د سلواغې) د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان دروازې او سروبي ولسوالۍ ترمنځ سیمه کې شوې.

د نوموړي په خبره یو بکسه ډوله موټر د زیات ګړندي تګ له کبله له سړک اوښتی او لاندې غورځیدلی چې په کې د موټر چلوونکي په ګډون سپاره ١٥ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي یوه ویډیو هم راستولې چې په کې یو بکسه ډوله موټر لیدل کیږي، چې له سړک لاندې لویدلې او مړي یې شاوخوا ته پراته دي.

بلخوا طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې خو د مړو شویو کسانو شمیر یې ٨ او د ټپیانو یې شپږ تنه ښودلی دی.

د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره داسې مهال د ترافیکي پېښو د زیاتوالي خبر ورکول کیږي چې له دې څه موده وړاندې طالبانو پر یاده لاره د ترافیکي پېښو د کنټرول او مخنیوي لپاره د یوې ځانګړې الې د فعاله کیدو خبر ورکړی و.