Photo: HafizZiaAhmad

د لار ورکي ملت د برخليک ټاکلو مجهولې هڅې

شمشاد زلمی

ټاکل شوې چې د راتلونکې فبروري مياشتې پر ۱۸ او ۱۹مو نېټو يو ځل بيا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه جوړه شي البته دا ځل طالبان ادعا کوي چې دوی ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. همدا راز، د دې غونډې د نېټې له مشخص کېدو سره هممهاله کابل کې د پاکستان، ايران، چين او د روسيې په ګډون د یو شمیر هیوادونو د استازو غونډه ترسره شوه. ښايي دا د هغې غونډې تسلسل وي چې تېره اونۍ طالبانو په کابل کې د سيمې د هيوادونو له سفيرانو او استازو سره درلوده او په دې غونډه کې يې د سيمې له هيوادونو وغوښتل چې بايد پر سيمه‌محور سياست راغونډ شي. داسې ښکاري چې دا ځل د دوحې تر غونډې وړاندې د سيمې په کچه د يوه ګډ دريځ د رامنځته کېدو هڅه کېږي او طالبان غواړي له دې څخه په استفادې د خپلو پاليسيو او حکومت د دفاع په موخه د بېلابېلو هيوادونو ملاتړ خپل کړي او په دې توګه له نړۍ سره خپلې اړيکې عادي کړي.

د سيمې هيوادونه له طالبانو سره په تعامل او د طالبانو پر وړاندې په دريځ کې له يو مبهم حالت سره مخ دي. له يوې خوا د ايران، پاکستان، چين او روسيې په ګډون ځینو نورو هيوادونو د طالبانو استازي منلي دي او له دې ډلې سره په بېلابېلو برخو کې راشه – درشه او هوکړې لري، مګر په عين حال کې په رسمي توګه د طالبانو له رسميت پېژندنې پر شا کېږي او همدا راز د دې ډلې پر پاليسيو نقد کوي او ترې غواړي چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي. پوښتنه داده چې کله دوی له طالبانو سره په دې کچه تعاملات ولري، ايا د پورتنيو غوښتنو لپاره دوی ته پر طالبانو د فشار راوستلو کومه لار پاتې کېږي؟ بل پلو، لوېديځ هيوادونه د سيمې د هيوادونو په پرتله د طالبانو پر وړاندې نسبتا يوه خوله دي او مشخصې غوښتنې لري او خپل ډېر تعاملات يې د همدې غوښتنو تر پوره کېدو پورې ځنډولي دي او په دې تړاو ورسره پر طالبانو د فشار راوستلو ځينې محدود انتخابونه هم شته او له همدې لارې وخت ناوخته طالبان د دوی د ځينو پاليسيو له کبله خبروي، خو خبره داده چې د دوی دې تګلارې هم تر دوو کلونو په زياته موده کې کومه پايله نه ده ورکړې او د بشري حقونو، د ښځو د حقونو، رسنيو او نورو برخو کې نه يوازې د طالبانو په پاليسيو کې کوم مثبت څرک نه ليدل کېږي، بلکې پر ښځو او ګڼو نورو بشري ازاديو او حقونو د طالبانو محدوديتونه نور هم شديد شوي دي.

له دې دوو اړخونو هاخوا يو بل اړخ چې د هيوادونو ترمنځ په لوړه کچه مطرح نه دی او محدود اغېز لري، هغه په بېلابېلو کچو کې د طالبانو افغان سياسي او جګړييز مخالفين دي. د دې اړخ يوه ستونزه داده چې تر خپل منځ د خپل مشترک مخالف/دښمن پر وړاندې په پراخه توګه وېشلي دي او نه شي کولای ګډ کار وکړي. همدا راز، په دې منځ کې د مخکښو څېرو پخوانی شاليد هم د دې لامل ګرځېدلی چې په افغانستان کې د عامو وګړو ترمنځ ملاتړ وبايلي. په دې توګه خبره يوازې نويو سياسي څېرو او نوې داعيې ته پاتې کېږي چې را وړاندې کړل شي او خلک د يوې ملې داعيې پر شاوخوا بسيج کړي، مګر په لنډ مهال کې د داسې څه څرک نه تر سترګو کېږي او له همدې کبله له نړۍ او هيوادونو سره د تعامل او سياست پر ډګر يوازې طالب د قوي ځواک په توګه پاتې کېږي.

مګر طالبان په پراخه کچه د يو قوم او په ټوله کې د يوې طبقې د فکر او ګټو استازيتوب کوي او په دې توګه نور ولس او خلک د حکومتدارۍ له دايرې وتلي. خلک تر يو داسې حاکميت لاندې يو لالهانده او له کړاوه ډک ژوند لري چې تر خپل حاکميت لاندې ولس سره قوي اړيکه يې د دوی په وينا هغه شل کلنه جګړه ده چې دوی د واک ترلاسه کولو لپاره کړې ده. له دې پرته دوی د خپل واک لپاره له خلکو د مشروعيت ترلاسه کولو هيڅ هم نه لري. د واکمن او ولس ترمنځ نه يوازې اړيکه شليدلې، ورسره د دواړو ترمنځ حقوقي اړيکه هم هيڅ څرګنده نه ده او هيڅ اړخ د يو – بل پر وړاندې له خپلو مسووليتونو او حقونو خبر نه دي. البته ښايي په دې اړخ کې طالبان په خپل مسووليت يو څه خبر وي، ځکه دوی له خپل ديني تعبير سره سم، د خلکو پر ډېرو حقونو او ازاديو په اسانۍ بنديز لګولای شي او هيچاته هم اجازه نشته چې د خپلو حقونو د دفاع او پوهاوي په اړه له واکمنو سره بحث وکړي.

په دې توګه ولس د خپل کړاو او د سياسي باور د تشې ترمنځ لالهانده دی، نه يې تر طالبانو وړاندې سياسي رهبرانو او جمهوري نظام هيلې پوره کړای شوې او ويې نشوای کولای چې د دولتولۍ يو عادلانه او شفاف سيسټم رامنځته کړي بلکې حکومت د جنګسالارانو ترمنځ د خيرات په ونډۍ بدل شوی و او نه هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له خپلو اساسي بشري حقونو برخمن دی او ورسره يې له دسترخوانه يوه ګوله ډوډۍ هم تروړل شوې ده. د ماشومانو د ژغورنې سازمان په دې وروستيو کې ویلي و چې په افغانستان کې له هرو دریو ماشومانو يو ماشوم له لوږې سره مخ دی. دا وضعيت ورځ په ورځ د طالبانو د پاليسيو له کبله وخيم کېږي او په افغانستان کې ورسره د لوږې، فقر، بې‌کارۍ او نورو ناورينونو کچه لوړېږي. د تېرو دوو کلونو پر مهال د دې حالت دوام خلک په پراخه توګه ناهيلي کړي او د تېرو دوو لسيزو پر مهال چې د افغانانو د يوې طبقې ترمنځ له نړيوالې ټولنې سره پر تعامل او پر هغوی د باور کوم ډاډ او فکر را پیدا شوی و، هغه هم په جدي توګه زيانمن شوی او اوس عام وګړي تر يوه مستبد سیسټم لاندې د ناهيلۍ او بې باورۍ ژوند کوي.

په دغسې يو حالت کې د ولس د برخليک ټاکلو پر سر طالبان له سيمې او د نړۍ له نورو هيوادونو سره چنې وهي او له طالب پرته د نورو ټولو سياسي اړخونو غږ يوازې د يوناما د راپورونو له خپرېدو سره راپورته کېږي او بيرته چوپ کېږي، له دې پرته د خپل مخالفت د څرګندولو او څه ویلو لپاره د داعيې له يوې سختې تشې سره مخ دي. د سيمې لپاره هم له طالبانو سره تعامل تر يوه قمار کم نه دی، ځکه طالبان د خپل ايډيالوژيک باور له مخې يو انساني بم دی چې هر وخت خپل شاوخوا وګړي زيانمنولای شي او د همدې باور له مخې يې له افغانستانه د انساني بمونو د توليد فابريکه جوړه کړې ده او د سختدريځۍ په ديني مراکزو او مدرسو کې هر کال زرګونه کسان روزي چې د هغوی راتلونکی بايد نه يوازې په خپله د طالبانو بلکې د سيمې او نړۍ لپاره يوه اندېښنه وي، ځکه په سختدريځو مدرسو کې د ديني افراطي تفکر پر اساس روزل شوي بې مهارتونو اشخاص يوازې د عقيدې له مخې روزل شوي سرتېري دي، هغوی د خپل زده‌کړييز شاليد له کبله په ټولنه کې د يو عام انسان په توګه په سختۍ ژوند کولای شي. له همدې کبله که د طالبانو په واکمنۍ کې د دې کسانو شمېر کال پر کال په همدې کچه زياتېږي، نو له هغوی د ناسمې استفادې اندېښنه بايد هم ګاونډيان او هم په خپله طالبان ناکراره کړي. که سيمه‌ييز هيوادونه د داسې ممکنه خطرونو د مديريت کولو لپاره له طالبانو سره تعامل ته کېوتلي وي، نو پوښتنه داده چې ايا دا تعامل به هغوی بدل کړي او که به يې نور هم د خپل اوسني دريځ پر «حقانيت» باوري کړي؟ له همدې وجې د سيمې لپاره له طالبانو سره تعامل تر يوه قمار کم نه دی او د دوی لپاره به سخته وي چې له طالبانو سره يو ځای د لوېديځې نړۍ پر وړاندې ‌سيمه‌محور دريځ رامنځته کړي ځکه چې د طالبانو په اند په سيمه‌ییز ‌محور دريځ کې بايد د طالبانو اوسنۍ پاليسۍ تايید شي چې نه يوازې د سيمې هيوادونه يې تايیدوي نه، بلکې د هغوی په ګټه هم نه ده.

بل خوا، پر افغانستان د لوېديځو هيوادونو د اغېز يو فاکټور د هغوی بشري مرستې دي او له همدې لارې نه يوازې د افغانستان اقتصاد لوېدو ته نه پرېږدي، ورسره له همدې څخه په ګټه اخيستو هم پر طالبانو فشار راوړي چې خپلې پاليسۍ نرمې کړي او هممهاله د لويو قدرتونو ترمنځ د رقابت په لړ کې په ميدان کې خپل ځای ساتي.

تاريخ ته په کتلو د افغانستان پر سر د نړيوالو او سيمه‌ييزو قدرتونو مذاکراتو، ښکېلتياوو او مداخلو مثبته پايله نه ده ورکړې بلکې په افغانستان کې دننه يې کشاله نوره هم اوږده کړې او پيچلې کړې ده. دا ډول هڅې نه يوازې دا چې تر ډېره حده د قدرتونو او هيوادونو ترمنځ د خپلمنځي رقابت يوه پايله وي، ورسره د هيوادونو ترمنځ د تفاوتونو له کبله پر عملي اقداماتو همغږي هم سخته وي او همدا راز که احيانا همغږي هم رامنځته شي، په افغانستان کې دننه د دې ګډو دريځونو او غونډو له لارې د بدلون راتګ محال نه ښکاري، ځکه په کور دننه د طالبانو پر وړاندې هيڅ منظم سياسي مخالفت نشته او خال – خال مخالفين هم په زندانونو کې دي.

له همدې کبله د افغانستان راتلونکی په متضررو وګړو پسې تړلی چې د افغانستان په جګړو کې شتمن شوي نه دي، بلکې خوږ شوي دي او پر دې خاوره يې په ډېرې خوارۍ درس ويلی او په ډېر زحمت یې يوه ګوله ډوډۍ ګټلې ده، تر څو چې د افغانستان د راتلونکې په موخه دا ځواک د منظم سياست له لارې راټول نه شي او خپل صف جوړ نه کړي، تر هغو نه يوازې په نړیوالو غونډو کې د افغانستان استازيتوب نه شي کېدلای بلکې په کور کې دننه د واقعي بدلون تمه هم بايد ونه شي.