اطلاعات روز: د هلمند په باباجي ولسوالۍ کې پر یو کور د «نامعلومو وسله والو» برید کې یوه کوچنۍ نجلۍ وژل شوې او پلار یې ټپي دی.
په دې ولایت کې د طالبانو يوې امنيتي سرچينې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې برید تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۱ د سلواغې) د باباجي ولسوالۍ د شپږمې حوزې اړوند سیمه کې د یو ځایي اوسیدونکي عبدالغني پر کور شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دې برید کې په خپله عبدالغني ټپي او یوه څلور کلنه لور یې وژل شوې ده.
د سرچینې په خبره، چې بریدګر له سیمې تښتیدلي، خو د طالبانو امنیتي کسانو خپلې پلټنې پېل کړي، ترڅو یاد کسان ونیسي.
هغه د دې پیښې لامل شخصي دښمني یادوي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ بیا د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې يو کس په دار ځړول شوی و او تر اوسه یې د ځړولو لامل نه دی په معلوم شوی.
