د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې د پوليسو پر یو مرکز بريد کې ۱۰ تنه ووژل شول

Photo: via Geo News

اطلاعات روز: د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په ډيره اسماعيل خان کې د پولیسو پر يو مرکز وسله وال برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه پوليس وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

د رويټرز له راپور سره سم، دا بريد نن (دوشنبه، ۱۶ د سلواغې) پر سيمه‌ييز وخت ۰۳:۰۰ بجې په «دارابان» سيمه کې شوی دی.

له دې راپور سره سم، وسله والو بريدګرو لومړی په سنايپر وسلو د پوليسو حوزه په نښه کړې او وروسته دې مرکز ته داخل شوي دي.

رويټرز په دارابان کې د پوليسو د څارنې د مرستيال ملک عنيس الحسن په وينا ليکلي: «ترهګرو د پوليسو حوزې ته تر ننوتلو وروسته له لاسي بمونو استفاده وکړه چې پوليسو ته يې نور تلفات هم واړول.»

د پاکستان جيونيوز رسنۍ ليکلي، چې بريدګر تښتېدلي دي.

له دې راپور سره سم، د پاکستان امنيتي ځواکونو سيمه محاصره کړې او د تښتېدلو وسله والو د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

د دې بريد مسووليت تر اوسه هيڅ ډلې نه دی منلی.

د ۲۰۲۲ کال پر مهال چې کله پاکستاني طالبانو د دې هيواد له دولت سره اوربند پای ته ورساوه، په دې هيواد کې بريدونو په ځانګړې توګه چې امنيتي ځواکونه په کې په نښه کېږي، زور واخيست.

په پاکستان کې د ټولټاکنو په را نږدې کېدو سره د داسې تاوتريخوالي زياتوالي امنيتي انديښنې را پيدا کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه