ننګرهار کې د جلغوزیو سوداګر: د هوایي دهلیزونو له لارې د کمو صادراتو له کبله سوداګري ټکنۍ شوې

په ننګرهار کې د جلغوزیو سوداګر شکایت کوي، چې سږکال په دغه ولایت د جلغوزیو د حاصلاتو د کموالي، بهر ته د ټرانزیټي لارو په تړل کیدو او د هوایي د هلیزونو له لارې د صادراتو په برخه کې د ستونزو له کبله د دوی سوداګري تکنۍ شوې ده.

د جلغوزیو یو سوداګر خالد خان وایي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره دا برخه زیانمنه شوې او اصلي لامل یې د هوایي دهلیزونو له لارې د جلغوزیو د صادراتو کموالی دی.

نوموړی اندیښنه لري او زیاتوي که د طالبانو حکومت د جلغوزیو صادارتو او خرڅلاو لپاره جدي اقدام ونه کړي، د سوداګرو شته خواري به پر اوبو لاهو شي.

خالد خان وویل :«پخوا د جلغوزیو بازارونه هم ډیر ښه وو او دغه راز د افغانستان جلغوزي به د هوایي دهلیزونو له لارې پاکستان، چین، دوبۍ او نورو هیوادونو ته د هوایي دهلیزونو له لارې په لوړه بیه صادریدل، سوداګر هم په ګټه کې وو او خلکو ته هم ګټه وه، خو سږکال زیاتره لارې د طالبانو د جنجالونو له امله یو څه وخت تړلې وې او دغه راز د هوایي دهلیزونو له لارې صادرات کم او یا بیخي نشته غوښتنه کوو، چې دې برخې ته پام وشی او شته ستونزې حل شي.»

نوموړی دغه راز د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي، چې د جلغوزویو د ساتنې لپاره کوم داسې مناسب ځای نلري، چې راټول شوي حاصلات په کې د صادراتو تر وخته وساتل شي او خوسا نه شي.

په دغه ولایت کې د جلغوزیو یو بل سوداګر محمد نسیم هم ورته شکایت کوي او وایي، بهر ته د لارو بندېدو او د جلغوزیو حاصلاتو د کموالي له کبله د جلغوزیو په بیو کې نیم په نیمه ټیټوالی راغلی دی.

نوموړی زیاتوي، که د پروسېس او راټولولو عصري وسايل او نړۍوال بازار ورته برابر نه شي نو د جلغوزیو له حاصلاتو ډېره ګټه نه شي ترلاسه کولاى.

محمد نیسم وویل: «د لارو د بندیدو له امله نه یوازې سوداګر له تاوان سره مخ دي، بلکې خلک یې هم له زیان سره مخ کړي ځکه خلک یې په سختیو راټولوي او بیا یې پر مونږ پلوري نو که چیرې دلته د جلغوزیو د پروسېس، بسته بندۍ، ساتنې او بازار موندنې برخه کې اسانتیاوې برابرې شي نو ښه به وي.»

ورته مهال جلال اباد ښار کې د وچې مېوې یو پلورونکی اظهار الله وایي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ او په خاص ډول سږکال د وچې مېوې بازار کمرنګه شوی دی.

اظهار الله زیاتوي: «د خلکو بې روزګاري، سوداګرۍ برخه کې ننګونې او د اقتصادي ستونزو له امله د وچې مېوې بازار خراب شوی، اوسمهال د زړو یو کیلو جلغوزیو بیه ١٥٠٠ افغانۍ او د تازه ٣٠٠٠ افغانۍ ده خو څوک یې نه اخلي.»

بلخوا د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې د جلغوزيو په حاصلاتو کې په بې‌ساري توګه کموالی راغلی دی.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست د طبیعي منابعو لپاره د طالبانو امر قاري سيداغا تنها وایي، سږکال په دغه ولايت کې د جلغوزيو حاصلات ډېر کم شوي چې د تېر کال په پرتله يې سلنه بېخي ټيټه ده.

هغه وايي، تېر کال په دغه ولايت کې ۱۱۵۵ ټنه د جلغوزیو غوزې یا غوټې راټولې شوې وې چې ۱۱۵ ټنه خالص جلغوزي ترې ترلاسه شوي وو، خو سږ ږکال يې له لس ټنه هم کم حاصلات اټکل شوي دي.

تنها وویل: «اوس مهال د ننګرهار په اتو ولسوالیو: حصارک، شیرزاد، خوږیاڼي، پچیراګام، هسکه مېنه، کوټ، اچین، او سپین غر په غریزو ساحو کې په زرګونه جریبه ځمکه جلغوزي شته، تیر کال یې حاصل ١١٥ ټنه وو او سږکال له لس ټنو هم کم دی. زه فکر کوم د کمښت څو علتونه دي، يو دا ډول مېوې چې دي يو کال حاصل زيات ورکوي بل کال کم، بله وجه دا ده چې د ګل په وخت کې پرې بارانونه شوي وو، نو غوټۍ یې کمې وې.»

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار په ګډون د هیواد په هغه ولایتونو کې چې جلغوزي په کې حاصل ورکوي، لاهم د جلغوزيو راټولولو او پروسېس چارې په غير فني او غیر مسلکي ډول د لومړنيو وسايلو په وسیله ترسره کېږي چې دغه کار حاصلاتو ته د زيان اوښتو لامل ګرځي.