د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي وایي، چې د طالبانو حکومت په راتګ د فقر او بې کارۍ له زیاتیدو سره، ډېرې کورنیو خپل ماشومان کار کولو ته اړ ایستلي دي.
د ننګرهار اوسیدونکی او ټولنیز فعال مجیب الرحمن وایي، اقتصادي ستونزې، بې روزګاري او فقر د دې لامل شوي، چې ماشومان د کورنیو لخوا د زده کړو پر ځای درنو کارونو ته اړوتي او دا شمېر په زیاتیدو دی.
مجیب الرحمن زیاته کړه: «په جلال اباد ښار او دغه راز مهترلام ښار کې لیدل کېږي، چې کاریګر ماشومان زیات شوي دوی په دې کم عمر کې درانه کارونه کوي؛ کراچۍ چلوي، ورځنۍ مزدوري کوي او نور سخت کارونه ما له څو ماشومانو سره خبرې وکړې راته ویل یې، مجبوره یو د کورنۍ لخوا چې کار وکړو غوښتنه کوو له حکومت او نورو موسېساتو چې افغان ماشومانو ته خاص پام وکړي.»
په همدې حال کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي، چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره یې درنو کارونو ته مخه کړې او مجبور دي چې ډیر ساعتونه کار وکړي.
١٥ کلن شاهدالله چې پلار یې د تیر حکومت پرمهال په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی او اوس مهال د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده وایي، که کار ونه کړي کورنۍ به یې وږي پاتې شي.
نوموړی زیاتوي، زده کړې ترسره کول یې لویه هېله ده، خو بد اقتصادي وضعیت او د کورنۍ د سرپرست نشتون له امله اړ دی، چې خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي او ښوونځی پرېږدي.
شاهد الله وویل: «پلار مې د تیر حکومت د عامه نظم سرتیری و، خو جلال اباد ښار کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو او له هغې راهیسې د کورنۍ سرپرست یم؛ ښار کې کراچۍ ګرځوم او له همدې لارې کله سل یا دوه سوه افغانۍ کورته وړم کار ډیر سخت دی، خو بس مجبوره یم که اقتصاد مې ښه شي نو ضرور به زده کړې کوم او د طب پوهنځی به لولم.»
نوموړی د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي، چې د ده په شان بې سرپرسته او کاریګرو ماشومانو سره مرسته وکړي، څو زده کړې وکړي.
په ورته وخت کې د لغمان اوسیدونکې نوریه چې د مهترلام ښار په بازار کې بوټان رنګوي وایي، نږدې څلور کاله وړاندې د طالبانو او تېر حکومت ترمنځ د جګړو له امله له دولت شاه ولسوالۍ ښار ته را کډه شوه. هغه وایي، پلار یې په نشه یې توکو روږدی دی او د هغې په ګډون یې دوه کوچنۍ خویندې او یو ورور د ورځې د بوټانو رنګولو اوبو پلورلو له لارې کورنۍ ته نفقه ګټي.
هغې په ژړه غونې غږ وویل، د پلار رواني حالت خرابوالي او بد اقتصادي وضعیت له امله کړېږي.
نوریه زیاتوي: «زه او یوه بله خور او ورور مو په مهترلام ښار کې په ډیرې سختۍ پېسې ګټو او له همدې لارې کورنۍ ساتو، پلار مو په نشه یې توکه اخته دی ماښام چې کور ته ستنیږو په زور راڅخه پېسې اخلي او بیا پرې خپله نشه کوي؛ مور مې هم ناروغه ده د عصابو ناروغي ورته پیدا شوې پلار مې په سر وهلې وه او بیا ناروغه شوه له زیات کړاو سره مخ یو او د مرستې غوښتنه کوو.»
بل لور ته ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د بې سرپرسته ماشومانو د روزنې لپاره هڅې پېل شوي دي.
طالب چارواکي وایي، افغانستان کې جګړو، بېوزلي او نورو ستونزو ګڼ ماشومان بې سرپرسته کړي چې ډېری یې د ښارونو په لارو کوڅو کې په خیرات ټولولو او یا درنو کارونو بوخت دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي فرید الله حقاني وایي، ټول هغه بې سرپرسته او یتیم ماشومان يي له ښار څخه راټول کړي چې مخکې به يې خیرات ټولوه، درانه کارونه یې کول او یا بې سرنوشته ګرځېدل.
د هغه په وینا، د دغه ماشومانو روزنه په پنځو دارالیتامونو کې کېږي چې شمېر ١٨٢٧ ته رسېږي او له ډلې ٦٩٠ نجونې دي.
حقاني دغه راز زیاتوي، چې د سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ یې له جلال اباد ښار څخه ٤١٥ بېوزله او سوالګر ماشومان راټول کړي دي.
حقاني وویل: «د روان کال په تېرو میاشتو کې مو په پنځو بابو دارلايتامونو کې ۱۸۲۷ يتيمانو ته د زده کړو امکانات برابر کړي، چې له يادې جملې څخه يې ۶۹۰ تنه اناث دي، دغه راز مو د جلال اباد د ښار له مختلفو ساحو څخه ۴۱۵ تنه سوالګر ماشومان راټول کړي، له جملې يې ۲۸۰ تنه احتمالي سوالګر ماشومان سره مياشت ته ورپېژندلي او ۱۰۸ تنه يې د ژغورنې نړيوالې کمېټې سره شريک شوي، چې د يادو ماشومانو د ثبت پروسه لاهم دوام لري.»
نوموړي دغه ولایت کې پر درنو کارونو د بوختو ماشومانو په تړاو دقیق ارقام ور نه کړل، خو ویې ویل، د یادو ماشومانو شمیر د پخوا په پرتله زیات شوی چې زیاتره یې د سره رود د خښتو په بټیو، جلال اباد ښار، تورخم ښار ګوتي او مختلفو ولسوالیو کې د کورنیو له لوري درنو کارونو ته اړوتي دي.
هغه پر مرستندویه ادارو غږ کوي، چې باید د دې ماشومانو د ملاتړ او روزنې لپاره پراخ او لوی پروګرامونه عملي کړي.
د کارګرو ماشومانو د زیاتوالي په اړه دا اندیښنې داسې مهال راپورته کېږي، چې څه موده وړاندې د ماشومانو د ساتنې سازمان ویلي و، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان درنو کارونو ته اړوتي او دا شمېر په زیاتیدو دی.