Photo: QaharBalkhi on X

د «شرعي نظام» سيکولر بهرنی سياست

شمشاد زلمی

اسلامي-سياسي ډلې د حکومتي نظام په تړاو د بحث پر مهال په ټینګار دا خبره کوي چې د دوی له لوري تعبير شوی دين ټولو مسايلو ته ځواب لري او له همدې کبله بايد د هرې پرېکړې اساس د دوی له تعبير سره سم ديني متن وي. په دې لړ کې د دوی له لوري د «ولاء او براء» (دوستي او دښمني د خدای لپاره) موضوع د يوه «اسلامي نظام» په باندنيو چارو کې د يوه اصل په توګه وړاندې کېږي او ډېر وخت پر دې ټينګار کوي چې مسلمانان بايد په فردي او ټولنیزه کچه هم له دې موضوع سره اشنا وي. کله چې اسلامي-سياسي ډلې د جمهوري نظامونو پر خلاف وسله‌والې جګړې او يا هم مخالفت ته مخه کوي، نو ډېری وخت يې پر هغو نيوکه دا وي چې له «کفارو» سره په تعامل کې د اسلام احکامو ته چې هدف يې ترې «ولاء او براء» وي، پاملرنه نه کوي. د بنسټپالو اسلامي-سياسي ډلو په ادبياتو کې له دې سره اړوند ګڼ نور موضوعات هم موندل کېږي او کله چې د دوی له تعبير سره سم خبره تر «حربي کفارو» رسېږي، هغه وخت د «ولاء او براء» بڼې نورې هم متشددې کېږي.

کله چې طالبانو د افغانستان د جمهوري نظام پر خلاف جګړه کوله، د دوی په ادبياتو کې د «ولاء او براء» موضوع په ډاګه ليدل کېده او دوی به هڅه کوله چې له همدې اړخه هم خپل جنګيالي له ديني اړخه قانع کړي. د طالبانو د ملګرې ډلې القاعدې په تبليغاتي جګړه کې له «طاغوت» سره تړلي ادبيات هم کارېدل چې عموما به يې د سيکولر مسلمانو دولتونو پر خلاف کارول او طالبانو يې هم په تقليد له دې اصطلاح کار اخيست او خپله جګړه به يې ورباندې توجيه کوله. د دوی په اند له «طاغوت» او «کفارو» سره د اړيکو اساس بايد هغه «شریعت» وي چې دوی تعبيراوه او تشريح کاوه. له همدې کبله يې له حکومت سره د هر ډول همکارۍ مخه نيوله او له نړيوالو قوتونو سره د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت تعامل يې له همدې اړخه غنده. تر ننه هم هغه ډلې چې په نړيواله کچه د سياسي اسلام د تطبيق ادعا لري، پر دې موضوع ټينګار کوي او ان حزب التحرير په خپلو ليکنو کې طالبانو ته هم توصيه کوي چې خپل تعاملات دې همدې اصل ته په پام سره سمبال کړي.

له کومه وخته چې طالبانو په قطر کې د امريکا له متحده ايالاتو سره د دوحې توافق‌ليک لاسليک کړی دی، د طالبانو له رسنيزه ډګره له نړۍ او نامسلمانو سره د اړيکو ساتلو په تړاو دا موضوع هم ورکه شوې ده. تر دې وروسته چې کله طالبان د جګړې په ډګر کې ځان د يوازيني ګټونکي په توګه ويني، نو په تبليغاتي موادو کې يې يو لوی توپير دا راغلی چې پر نورو د نيوکې او غندنې پر ځای يې د خپلو کړنو توجيه او نشر ته پام کړی. له همدې کبله هڅه کوي چې وښيي له نړۍ سره د طالبانو په تعامل کې له دين سره تړلی کوم «اصل» تر پښو نه دی لاندې شوی ځکه چې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير امير خان متقي له خبرو داسې فهم په ډاګه اخيستل کېږي چې نور له نړۍ سره د دوی تعامل د «کفر او اسلام» یا هم «له خدای سره د دوستۍ او دښمنۍ» پر اساس نه دی، بلکې د ده له وينا سره سم د «متقابلو ګټو او تعامل» پر اساس دی. نوموړي بيا-بيا څرګنده کړه چې له نړۍ سره ښې او مثبتې اړيکې غواړي او ډېر وخت په وياړ دا خبره کوي چې د سيمې او د نړۍ له يو شمېر هيوادو سره يې اړيکې ښې شوي او دا د خپل حکومت یوه لاسته راوړنه ګڼي.

له دې څخه ښکاري چې د دوحې تر توافق وروسته له هيوادونو سره د اړيکو ساتلو په تړاو د طالبانو پخوانی معيار بدل شوی او اوس د يوه سيکولر حکومت په توګه له مذهبي ايډيالوژيکو باورونو ځان لېرې کوي او له نړۍ سره په تعامل کې د ځان او يا هم د دوی په وينا د هيواد ګټو ته ګوري، نه دا چې د اسلامي-سياسي ډلو له ادعا سره سم، د «امت» د نړيوالې داعيې پر اساس له هيوادونو سره راشه-درشه او خبرې وکړي او د همدې باور پر اساس د نړۍ نامسلمان هيوادونه او وګړي پر «حربي او غير حربي کفارو» ووېشي او د هغوی پر وړاندې د «ولاء و براء» د اصل پر اساس قاطع دريځونه اعلان کړي او خپلې اړيکې له «متقابلو منافعو او تعامل» څخه د «اسلام-کفر» تعامل ته راوکاږي. مګر نه، داسې څه د طالبانو په باندينۍ پاليسي کې ځای نه لري، بلکې طالبان د چين په څېر يوه کمونيسټ او پر ايتيسټ باورونو ولاړ حکومت سره چې د لکونو يغوري مسلمانانو په ربړونه هم تورن دی، نږدې اړيکې لري او د سفير باورليک يې مني، خپل سفير ورته ولېږي او د طالب سفير د باورليک تر منل کېدو وروسته له خوښۍ په جامو کې نه ځاييږي او په خوشالۍ وايي، چې د يوه «کفري» هيواد له لوري په رسميت پېژندل شوي دي. يوازې له چين سره د طالبانو د اړيکو ماهيت او متقابل تعامل ته په کتلو جوتېږي چې د تېرو شلو کلونو پر مهال طالبانو خپل مخالفين د کوم اصل له مخې رټل، هغه اصل اوس دوی په خپله له پامه اچولی او همدا وجه ده چې د داعش خراسان ډلې په تبليغاتي موادو کې پر طالبانو له همدې اړخه کلکې نيوکې کېږي.

سره له دې چې طالبان په نړيواله کچه له بېلابېلو لوبغاړو سره د متقابلو ګټو له مخې تعامل کوي، خو په کور دننه د طالبانو تګلاره د دوی له وينا سره سم «مطلق شرعي» ده او په داسې موضوعاتو کې هم ګډ تفاهم ته نه دې تيار چې دوی يې په خپله هم د ممنوعيت او حرام‌والي په اړه له خپل ديني تعبير سره سم دلايل نه لري. دوی د خپلې سخت دريځې ديني ايډيالوژۍ پر اساس د ښځو د زده کړو، کار او ټولنيزو ازاديو مخه نيولې ده او تيار نه دي چې په دې اړه د هيواد له بېلابېلو اقشارو سره د «متقابلو ګټو» پر اساس تعامل وکړي او يوه ګډ جوړجاړي ته زمينه برابره کړي، مګر د دې بر خلاف په بېلابېلو سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او نورو برخو کې د دوی تګلارې ورځ تر ورځې له ديني متن څخه د شخصي سختدريځي فهم پر اساس سختېږي او کله چې په دې اړه بحث ته ننګول کېږي، دوی نه يوازې دا چې بحث ته نه چمتو کېږي بلکې ځواب يې تشدد او تاوتريخوالی وي.

د تېرو شاوخوا دوه نيمو کلونو تجربه ښيي چې طالبانو له پېله تر اوسه د خپلې بقا او ګټې په خاطر يو تکتيک په ښه ډول زده کړی او عملي کړی دی او هغه دوه مخی چلند دی. کله چې طالبانو د خپلې لومړۍ دورې پر مهال له نړۍ او اسلامي هيوادونو سره تعامل نه کاوه او له القاعدې سره د اړيکو په برخه کې يې پر خپلې سختدريځۍ ټينګار کاوه، نو پایله يې دا شوه چې کله يې ټکر وکړ، په يوه مياشت کې دننه يې ټول حکومت له منځه ولاړ. تر دې وروسته دوی پوه شوي چې کولای شي يو څه هم وکړي او هم يې له کولو انکار وکړي او يا يې هم نه وي کړي خو ادعا وکړي چې دوی همداسې کړي دي. د دې تر ټولو ښه بېلګه به له القاعدې سره د طالبانو اوسنۍ اړيکه وي، د القاعدې مشر په کابل کې وژل کېږي، خو بيا هم طالبان انکار کوي چې ترهګرو ډلو ته يې ځای نه دی ورکړی او ان هيڅ اړيکې ورسره نه لري. همدا راز، له نړۍ او خپلو خلکو سره په تعامل کې هم همدا دوه مخي کوي. کله چې ګوري چې له نړۍ سره يې ګټې په تعامل، راشه-درشه او راکړه-ورکړه کې دي، هلته له خپل ديني تعبير سره سم داسې ديني اصول تر پښو لاندې کوي چې پر اساس يې دوی خپله ټوله تېره شل کلنه جګړه توجيه کوله او مطلقا د سيکولرو ارزښتونو له مخې اړيکې پالي، خو کله چې په کور دننه خبره د خپلو مخالفينو د ځپلو، د واک د انحصار او خپل استبداد د پياوړتيا شي، بيا خپل ټول کرغېړن اعمال، غير انساني بنديزونه او د خلکو پر حقونو تېری د «شريعت» په نوم توجيه کوي او خلک ډاروي چې له دوی سره مخالفت له دين سره مخالفت دی. مګر دا «شریعت» له چينايي او روسي پلاوو سره د خبرو پر مېز نه وي، خو کله چې خبره د افغانې/افغان د حقونو، سياسي ګډون او پياوړتيا شي، هلته «شريعت» هم نه ماتېدونکی اصل وي او هم د دوی له تعبير پرته بله توجيه نه لري.