gettyimages

د غيرت په شور کې خاموش غږ (۱۶)؛ د کورني حريم قربانيانې

شمشاد زلمی

د دوو لوڼو او دوو زامنو مور اړه شوه چې د خپل مېړه له لاسه له کوره وتښتي. د دې لوڼو په خپل کور کې له خپل پلار څخه خونديتوب نه درلود او د هغه له لوري د جنسي تېري له تهديد سره مخ وې. مور يې اړه شوه چې دا خبره قريبانو ته وکړي او په هغوی کې يوه ورته په خپل کور کې يوه خونه ورکړه چې همالته پناه واخلي او د ذلت يو بل ژوند پېل کړي. دا که څه هم وتوانېده چې له همدې کوره خپلې لوڼې واده کړي، مګر خپل ژوند يې د ځان لپاره سره سکروټه کړ او دوه نارينه اولادونه ترې خپلې خسرګنۍ په زور وګرځول. هغوی د ديني زده کړو يوه مرکز ته ولېږل شول خو هلته د هغو وړو هلکانو په اړه هم بدې اوازې خپرې شوې، تر دې چې يوه ورځ هغوی په توره تياره کې تېښتې ته مخه کړه او په نيم مړ ژواندي حالت کې يې په پلي مزل د مور تر مېشتځای پورې ځان ورساوه.

که څه هم د څو انسانانو د ويرجن ژوند کېسه دلته په يو څو ټکو کې خلاصه شوې، مګر دا د وير، وېرې او ترهې د کلونو-کلونو داستان دی چې لاهم ښايي دوام ولري او پای ته نه وي رسېدلی. که څه هم ناموسي پېښې ډېر وخت د وژنو تر حده رسېږي، مګر په داسې کمو پېښېدونکو مواردو کې اکثريت وخت د مظلوم او قرباني شوي اړخ پر مظلوميت او حق سترګې پټېږي او هڅه کېږي چې دا کيسه ناويل شوې پاتې شي او که قرباني ژوند غواړي، بايد څه ونه وايي. همدې ته ورته پېښه د چمن يو مشهور ديني مبلغ مولوي نورالدين اغا هم په خپله يوه وينا کې بيان کړې. دی کېسه کوي چې يو ځوان ورته راغی چې يوازې يو څو ورځې يې د واده کيدې. دې ځوان ورته وويل، چې له ښځې سره يې تر واده وړاندې جنسي اړيکې نيول شوې دي. د نور الدين اغا په وينا چې ځوان ورته وويل، چې ښځې يې ورته کېسه کړې چې له کومه وخته په ښه او بد پوه شوې، په کور کې يې ورور جنسي تېری پرې کاوه. 

دې پېښو ته په کتو شونتيا داده چې داسې پېښې به نورې هم زښتې ډېرې وي، خو قربانيان به يې نه شي کولای چې غږ پورته کړي، ځکه نه يوازې دا چې په ټولنيزه او د هيواد په کچه د عدالت ترلاسه کولو نه کوم ځای شته او نه يې هم هېله کېدلای شي، بلکې په ډېری مواردو کې قربانيان د غږ پورته کولو پر مهال وژل کېږي او د هغو دفاع ته هيڅوک هم نه را وړاندې کېږي. بله خبره داده چې که داسې قربانيان له هغه ځايه وتښتي چيرته چې دوی د ظلم او تېري ښکار وي، بل هيڅ داسې بې پرې ځای نشته چې هغوی هلته پناه واخلي او له هغه ځايه خپل ژوند او خپله قضيه مخته يوسي. د طالبانو تر راتګ وړاندې امن کورونه د همداسې قربانيانو لپاره جوړ شوي وو، خو طالبانو ختم کړل او نور د داسې پېښو قربانيان هغه ځای هم نه لري چيرته چې يې په نسبي توګه ساتنه کېدله او په حق کې يې غږ پورته کېده. 

طالبانو په ټولنيزه کچه د ښځو ژوند محدود کړی او عمدي هڅه يې داده چې ښځه له عامه ژوند څخه وباسي او يوازې د کور تر څلور دېوالۍ پورې يې بنديوانه کړي. د دې لپاره د دوی استدلال ديني دی چې په قرآن کې ښځې ته د «وقرن فی بیوتکن» امر شوی دی، مګر په قرآن کې د دې لارښوونې سياق او سباق ته په کتلو سره جوتېږي چې دا د اسلام د پيغمبر د ښځو په تړاو له حالاتو سره سم، يوه لارښوونه ده تر څو هغوی د اسلام د پیغمبر د مخالفينو له تبليغاتو خوندي شي، خو طالبان او د سخت دريځي – بنسټپالي اسلام پلويان داسې خاص موارد له کوم ځانګړي دليل پرته عاموي او پر بنياد يې ځان ته حق ورکوي چې د ښځو په ژوند کې مداخله وکړي او خپل سوچ پر هغوی تحميل کړي. د دوی په اند، د ښځې لپاره امن ځای کور دی او همدا راز، دوی په دې اند دي چې ښځه «فتنه» ده او نارينه بې لارې کوي، له همدې کبله بايد دا له عامه ژونده ګوښه وي، تر څو نارينه پاک پاتې شي! 

واقعي ژوند ته په کتو سره جوتېږي چې تر څو ښځه په اقتصادي لحاظ پر ځان متکي نه وي، عامه او ټولنيزو خدماتو ته لاسرسی ونه لري او د يوه خپلواک انسان په توګه ورسره چلند ونه شي، يوازې په کور کې د هغې په بندي کولو او ساتلو سره د دې حقونه نه پوره کېږي بلکې د يوه کمزوري او بې وسه انسان په توګه د نارينه کرم او رحم ته پاتې کېږي او ټولنې ته په کتلو د داسې پېښو موندل هيڅ ستونزمنه نه ده چې ښځې په کې د نارينه د جبر، ظلم او تېري قربانيانې وي. دوی نه يوازې د يوې خور او لور په توګه د پلار او ورور د هوس او انانيت قربانيانې دي، بلکې کله چې ودېږي د يوه داسې کس په توګه چې مېړه يې د ژوند د هر څه په اړه تصميم نيسي، د خسرګنۍ د خواهشاتو قرباني کېږي. 

يو څه وخت وړاندې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده وويل، چې د ښځو په اړه يې فرمان ورکړی او نور د هغې ټول حقونه خوندي دي. طالبان او مشر يې دا محاسبه نه لري چې يو د فرمان ورکول، بل د فرمان محتوا او بل يې عملي کول دي. ممکنه ده يو فرمان تطبيق هم شي، خو که يې منځپانګه د ښځو د اساسي بشري حقونو خلاف وي، تر ګټې يې تاوان زيات دی. همدا راز، که د طالبانو د مشر فرمانونه د ښځو په ګټه هم وګڼل شي، نو خبره داده چې يوازې د فرمان ورکول د ستونزې حل نه دی. طالبان د کومو ميکانيزمونو له لارې ارزوي چې د دې فرمانونو تر ورکول کېدو وروسته په ټولنه کې د ښځو وضعيت په رښتيا هم ښه شوی دی؟ او نور کونډه په زور نه په نکاح کېږي؟ يا هم يوه ښځه يا نجلۍ د خپلې خوښې پر خلاف نه په نکاح کېږي؟ ايا طالبانو داسې قضايي سيسټم رامنځته کړی چې ښځې يې په وسيله وکولای شي په دې تړاو خپلې قضيې په اسانۍ ثبت کړي او د هغو پر خلاف دعوه وکړي چې د دوی حقونه يې سلب کړي وي؟ چيرته چې د طالبانو د فرمان له مخې ښځه د ازاد تګ – راتګ اجازه نه لري، هلته به ښځې څرنګه وکولای شي چې په خپله کورنۍ کې د مېړه، ورور، پلار، خسر او نورو پر خلاف عريضه وکړي او د انصاف غوښتنه وکړي؟  

ښځه که کونډه وي، که پيغله وي او که واده وي، يو خپلواک انسان دی او د خپل ژوند په اړه د پرېکړو اختيار يوازې له دې سره دی، بل هيڅوک هم د دې په اړه د پرېکړې کولو حق نه لري. تر څو چې دا اصل د ښځو په تړاو د بنسټيزې قاعدې په توګه ونه منل شي او د همدې پر اساس په حکومتي کچه ټولې پاليسۍ جوړې نه شي، تر هغو پورې د ځينو په نوم فرمانونو له لارې د ښځو په ژوند کې بدلون نه شي راتلای او نه هم له هغوی څخه د ناوړه استفادې مخه نيول کېدلای شي. د ښځو د ملاتړ په برخه کې تر ټولو اساسي شرط دادی چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې د هغوی ملاتړ وشي، هغوی ته په اقتصادي توګه پر ځان د متکي کېدو فرصت برابر شي، بايد زده کړې وکړي او بايد وکولای شي چې د يوه خپلواک انسان په توګه د حکومت ټولو خدماتو او ادارو ته له کوم تبعيض پرته لاسرسی ولري او د اړتيا پر وخت خپل غږ پورته کړای شي. تر کومه چې د دې غږ محرم ګڼل کېږي، پر څېره يې بنديز وي، د تګ-راتګ مخه يې نيول کېږي او د دې د پياوړي کېدو په لړ کې هر شونی فرصت ترې اخيستل کېږي، هغه وخت د دوی د ملاتړ په تړاو فرمانونه د دوی درناوی نه، بلکې د دوی ښځينه‌توب ريشخندول دي. 

په کورني حريم او څلور دېوالۍ کې د ښځو بنديوان کول او له اساسي بشري حقونو يې محرومول د هغې د پت او ناموس ساتنه نه ده، بلکې په دې سره هغه نوره هم متضرره کېږي او له هغې د ناوړه ګټې اخيستنې شونتيا زياتېږي او په طبيعي توګه چې بايد د يوه خپلواک انسان په توګه د ځان د دفاع توان او حق ولري، هغه بايلي او ټول عمر د يوه ويرجن قرباني په توګه تېروي. خبره داده چې ښځه د ښځې د ذات په توګه د نارينه سالار ذهنيت ښکار ده او په يوه نارينه سالار ذهنيت کې ښځې ته د سيال او خپلواک انسان په توګه نه، بلکې د يوه کمزوري او تر نارينه د ټيټ او کمو حقونو لرونکي انسان په سترګه کتل کېږي. په همدې صورت کې د دې لپاره غوره دا ګڼل کېږي چې د کور په څلورو دېوالونو کې دننه پاتې شې، سره له دې چې هلته يې هم نه پت او نه هم حق خوندي وي.