انځور: MARCUS YAM

افغان ښځې د تاریخ په اوږدو کې

ښځې د تاریخ په اوږدو کې

نړۍ خپل اعتبار، وقار او ارزښت هله پیدا کړ کله چې د ښځو په ارزښت پوه شول او خپل انساني ارزښتونه یې وپیژندل، چې ښه بېلګه یې د رنسانس په دوره کې د ښځو رول په ادبیات، هنر او فلسفه، سیاست او حتی مذهب کې اشاره ورته کولای شو. همدارنګه د فرانسې د ښځو انقلاب په ۱۷۸۹ کې د ښځې او نارینه په سیاست او حقوقو کې د مساوي حق غوښتنه، په ۱۹۱۰ کې د مکزیکو د ښځو انقلاب، په ۱۹۱۱ کې د چین د ښځو انقلاب چې د چین امپراتوري یې ختمه او د چین د جمهوریت بنسټ یې کېښود، په ۱۸۸۰ کې د ملالې میوندۍ یوه ناره چې انګرېز لوی لښکر ته یې ماته ورکړه، او دې ته ورته نور انقلابونه د تاریخ په اوږدو کې ترسره شوي دي.

ډیر کله به مو اوریدلي/لوستلي وي چې ښځې د ټولنې نیمایي برخه تشکیلوي، د همدې خبرې ثبوت د افغانستان ننی حالت راته بیانوي، د طالبانو بیا ځل واکمني سره نن هر چاته جوته ده چې نارینه پرته له ښځو څخه په یوازې سر هیڅ هم نه‌شي کولای، هغه که د ټولنې جوړښت وي که سیاست وي، که صحت او روغتیا وي او که هره برخه وي. دا چې یوه ټولنه د ښځې په لمن کې سترېږي، ځکه خو ښځو ته لومړیتوب د یوې ټولنې/کورنۍ په روحي او رواني سلامتيا کې رغنده رول لري، نو کله چې په ښځه هر ډول بندیز ولګېږي هغه به څرنګه یوه سالمه او بې‌عیبه ټولنه/کورنۍ وروزي؟  

افغانې ښځې د تاریخ په اوږدو کې

واضح ده چې د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ډیر مختلف ایډیالوژيانې او بېلابېل رژیمونه راغلل او ولاړل، خو د هرې ناخوالې تاوان یوازې او یوازې افغانانو ورکړ، که دا خلک په مختلفو پاړکیو وویشو لکه: ښځې او ماشومان، سپین ږیری او ځوانان، علما او نخبه‌ګان، ښوونکي او کدري استادان، هنر او هنرمند، فرهنګي، دیني او مذهبی اقلیتونه، او همدارنګه نور… تر هرچا افغانې ښځې او ماشومان ډير ځپل شوي او لا د دوی حقوق په هر رژیم کې یا نقض شوي او یا هومره چې باید توجه ورته شوې وای، د پام وړ څه نه دي شوی. افغانې ښځې او ماشومان له دې سربیره چې د ډیرو ننګونو، بدلونونو او تبعیضونو سره مخ شوي، خو په بېلابېلو تاریخي دورو کې په افغاني ټولنه کې بېلابېل رولونه او موقفونه درلودلي دي او د خپلو حقونو او آزادیو د ساتنې او ودې لپاره یې هڅې کړي، غږ یې پورته کړی، اسارت او زندان څخه نیولې تر مرګ هر ډول خطر یې په ځان لورولی، مګر چوپه خوله کېناستلې نه دي. 

په دې لیکنه کې غواړم چې په افغانستان کې د شاه امان الله له دورې څخه تر نن ورځې پورې د ښځو تاریخ او فعالیتونو په اړه وغږېږم، او وښیم چې افغان میرمنو د خپل هیواد له سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو لوړو ژورو سره څه ډول تطابق کړی او کومې لاسته راوړنې لري؟ هغه ننګونې چې دوی ورسره مخامخ شوي دي، څه ډول یې دا ستونزې مدیریت کړي او مخته تللې دي.

نو، ویلی شو چې افغانې ښځې د افغانستان د پرمختګ یو اغیزمن لامل دی.

ښایی تاسو ته پوښتنه پیدا شی چې ولې پېل یې د امان الله خان له دورې څخه کېږي؟ 

دا چې افغانستان له زرغونې انا څخه بیا تر ناهیدې شهید پورې زړورې میرمنې درلودلې دي هیڅ شک نشته، خو زما موخه د افغانستان د وروستیو سلو کلونو د میرمنو د فعایتونو شالید دي.

افغانو ښځو ته ډیر کم داسې فرصتونه برابر شوي چې خپل استعدادونه وروزي، خو غښتلې میرمنې همدې لنډو مودو کې هم خپل زړورتیا ثابته کړې ده.

په امانی دوره کې (۱۹۱۹- ۱۹۲۹) ملکه ثریا یو له هغو افغان ښځو څخه وه چې د نجونو زده‌کړو ته یې تر هرڅه لومړیتوب ورکړ، او افغان ښځو ته یې د زده‌کړې څخه نیولې تر سیاست لوړو پوړیو پورې زمینه سازی وکړه، همدا راز د نجونو لپاره یې د لومړني ښوونځي، پوهنتون، سکالرشیپ، مجلې، د جبری ودونو مخنیوي، د واده کولو قانونی سن/عمر ټاکل او همدارنګه نور امکانات برابر کړل. په امانی دوره کې ټول ټال شل ښوونځي جوړ او د کابل پوهنتون تاسېس او نجونې ورته جذب شوې. 

د امان الله خان په لنډه موده کې په ټول افغانستان کې زرګونه نجونو د لوړو زده کړو د فراغت سندونه ترلاسه کړل، یوه ډله نجونې عالي زده‌کړو لپاره بهر ته ولیږل شوې، ارشاد النسوان، لومړنۍ مجله وه چې د ښځو لخوا خپره شوه او په کې د ښځو اړوند موضوعات چاپیدل، په دې دوره کې د وطن‌پرستي حس، او د وطن د پرمختګ لپاره عامه ذهنیت جوړونې پروسه په لاره اچول شوې وه.

د یوې دري جملې ژباړه داسې ده، چې وایي، مګر د خپل ښځې توب لپاره مې ډیر کله نارینه‌توب زغملی دی.  

له اماني دورې څخه وروسته همدا حالت په افغانو ښځو باندې راغلل، هغوی يو ځلي بیا په کورونو کې بندې او د زده‌کړو او آزادۍ څخه بې‌برخې شوې، که څه هم دا یوه لنډه موده وه، خو خپلې بدې اغیزې یې پرځای پریښودې.

له ۱۹۹۲تر ۱۹۷۸ پورې افغانستان ته مختلفې ایډیالوژي‌ګانې راغلې، چې د ښځو د حقونو اړوند مختلفې نظریې د موجوده حکومتونو لخوا وړاندې شوې، خو هر ځل د سخت‌ دریځو له مخالفت سره مخ شوې او دا نه یوازې د ښځو لپاره یوه د جنجالونو ډک دوره وه مګر د طالبانو راتګ سره دا هرڅه ختم او د ښځو پر وړاندې یو مخ بندیزونه ولګیدل. تاریخ د طالبانو لومړۍ دوره یو له بدترینو رژیمونو څخه یادوي چې په افغان ښځو باندې تیره شوې، بدترینه او د تاوتریخوالي ډکه دوره چې د ښځو او نجونو څخه هر ډول آزادي اخیستل شوې وه او هر ډول ظلمونه پرې شوي دي.

دې دوره د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې دوام وکړ چې له هغه څخه وروسته افغان ښځو د انتقالی دولت او بیا د جمهوریت په راتګ سره، یو شل کلن فرصت وموند، د افغانو ښځو لپاره دا یوه ډیره د پرمختګونو ډکه دوره وه او په دې وخت کې افغان نجونې د ځینې امنیتی او ټولنیزو ستونزو سره سره له زده‌کړې څخه نیولې بیا تر سیاست، پیلوټۍ، ولایت او ښاروالۍ، قضا او څارنوالۍ، موسیقي، فوټبال، او همدارنګه تر ماسټری او دوکتورا پورې لوړې زده‌کړې ترلاسه کړې او ډیرې ښې وځلیدلې.

نړیوال د افغانو ښځو دومره پرمختګ په شلو کالونو کې یو بې‌ساری پرمختګ بولي، کوم چې نورو ملکونه دومره پرمختګ په نیمه پېړۍ کې هم په اسانه نه دی ترلاسه کړي.

خو، افغان ښځو باندې یو ځل بیا بله توره شپه راغله، او خپلې ټولې شل کلنې لاسته راوړنې یې په یوه شپه له لاسه ورکړې، هغه چې په ۲۰۲۱ د اګسټ ۱۵مه ورځ طالبان دوهم ځل لپاره په افغانستان کې واکمن شول.

افغان ښځو نه یوازې خپل د زده‌کړو حق، د کار حق او نور سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او تعلیمی حقوق له لاسه ورکړل بلکې روحا وځپل شوې او ځان ورته په یوه زندان کې ښکاره شو، چې تر ننه په دې تور زندان کې د بې ‌وسۍ اوښکې تویوی.

که څه هم افغانان دوهم ځل طالبان تجربه کوي، خو د ځینو لپاره ځکه سخته تمامه شوه چې خلکو فکر کاوه لومړۍ دوره وروستۍ دوره ده او بیا نه راګرځي؛ مګر دوی یو ځل بیا له سختو او نامناسبو شرایطو، د تاوتریخوالي، ځورونې، شکنجې او جبري اعترافونو له خطر سره مخامخ شول. طالبانو د اسلام په سخت او ویجاړونکي تعبیر سره ښځې د ټولنې نیمه برخه له منځه وړې او په کورونو کې یې بندیانې کړې دي.

دې شرایطو د افغان ښځو په منځ کې خپګان، اضطراب، فشار او ناهېلي زیاته کړې. ځینې ​​افغان ښځې حتی د ځان وژنې په اړه فکر کوي. د بېلګې په توګه، د ملګرو ملتونو یو راپور ښيي چې ۷۰ سلنه افغان مېرمنې د طالبانو له خوا له ځورونې وېره لري. د ښځو لپاره وضعیت ورځ تر بلې ستونزمن کېږي او دوی د خپل راتلونکي او د خپلو ماشومانو په اړه اندیښمنې دي. 

افغانستان کې د طالبانو په راتګ سره نه یوازې د ښځو کاري او تعلیمی چارې محدودې شوې بلکې د نړیوالې مرستې او بین‌المللي پروژې بندې او همدارنګه بانکي او تجارتي محدودیتونو سره تولید او د پانګونې زمینه کمرنګه شوه، چې دې چارې د افغانانو ستونزې لا زیاتې کړې.

خو، د دې سختو شرایطو په شتون کې افغان میرمنو بیا هم خپلو پټو فعالیتونو ته دوام ورکړی او چوپه خوله نه دي کېناستلي او د بېلابېلو انلاین لارو یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی او همدا راز یې د کار بندیز په مقابل کې د لاسي صنایعو ترڅنګ په نورو بېلابېلو برخو کې ځانته کار پیدا کړي ترڅو خپلې اقتصادي ستونزې پرې حل کړي.

که څه هم افغان میرمنو د بېلابېلو لارو هڅه وکړه چې خپل حقوق ترلاسه کړي، مګر هر ځل د طالبانو له لوري وځپل شوې او تر اوسه یې چا غږ ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

په پایله کې ویلای شو چې د تاریخ له مخې د هر رژیم/حکومت لومړنۍ او وروستنۍ قربانیانې د افغانستان ښځې وې او دي. که څه هم د افغان ښځو اوسنی حالت کومې ښې پایلې ته اشاره نه کوي، خو زه دا وایم که افغان ښځې غواړي خپل اصلي حقوق ترلاسه کړي باید خپل یووالی وساتي او په هرڅه کې سره همغږي ولري.