Photo: Department of Information and Culture in Logar

د لوګر اوسېدونکي: د لرغونو ځايونو ساتنې او بيا رغونې ته دې پام وشي

په لوګر ولايت کې زيات لرغوني ځايونه شته چې تاريخي مخینه يې سلګونه کلونو ته رسيږي، چې په تېرو دوو لسيزو کې د نه پاملرنې له کبله د ويجاړېدو او يا هم د لمنځه تللو له ګواښ سره مخ دي.

د ياد ولايت اوسېدونکي وايي، د طالبانو مسووله ادارې دې د لرغونو ځايونو د بيا رغونې او ساتنې لپاره ځانګړی پام وکړي.

په لوګر ولايت کې داسې سيمې شته چې لرغونتوب يې د کوشانیانو او بودايانو ښکارندوی کوي.

په دغه ولايت کې د مس عينک، د څرخ ولسوالۍ په نهايي کلي کې لرغونې څاه، په برکي برک ولسوالۍ کې د جمشيد تخت، د کافرانو تپه او ځينې نورې هغه لرغوني ځايونه او کلاوې دي چې د ورښتونو له امله  تخريب شوي او يا هم په قاچاقي ډول کیندل شوې دي.

د مرکز پل عالم اوسېدونکی روح الله وايي، په سجاوند کلي کې د جمشيد تخت لرغونی ځای چې د اريايانو په دورې پورې تړاو لري او د هغه په وينا چې د تېرو کلونو پر مهال له دغې سيمې ځينې لرغوني اثار په ناقانونه ډول کيندل شوي دي.

هغه وايي، دا سيمه لاهم له پامه غورځول شوې او زياتوي که ورته پام ونه شي د وخت په تېرېدو سره به يې ټول اثار له منځه ولاړ شي.

نوموړي وويل: «دلته زمونږ په لوګر ولايت کې د جمشيد تخت په نوم سيمه ده، په تېرو کلونو کې د وخت مسوولينو له پامه غورځولې وه، نو له همدې امله خپلسرو کسانو ځينې اثار چې په هغه کې پخوانۍ ډبرينې ليکنې او شيان شامل وو په ناقانونه ډول يې وکيندل او دا چې څه يې کړل مونږ ته معلومات نشته، تر اوسه خو طالبانو هم د لرغونو ځايونو ساتنې لپاره هغه څومره چې بايد وشي پام نه دی شوی.»

په محمد اغې ولسوالۍ کې د خواجه سید احمد آغا ابده. انځور: خواله رسنۍ

د کافرانو په نوم تپه بله هغه لرغونې سيمه ده، چې د لوګر ولايت اوسېدونکي يې د لرغونتوب په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د دغه ولايت د يو دولتي ښوونځي د تاريخ مضمون ښوونکي رضاخان افضلي اطلاعات روز ته وويل، د کافرانو تپې سيمه د مس عينک سيمې پورې تړاو لري او ورڅخه ۸۰۳۵ متره مکعب احاطوي ديوال هم تاو شوی و، چې د هغه په وينا اوس يې ډېری برخې تخريب شوې دي.

فضلي وايي، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مکلف دی چې په لوګر کې د ټولو هغو لرغونو سيمو او اثارو ساتنې او ترميم لپاره ځانګړی پلان چمتو کړي چې د ناقانونه کيندنو، له منځه وړلو او نورو ناوړه تاثيراتو سره مخ دي.

هغه وویل: «له اطلاعاتو او فرهنګ رياست نه مو غوښتنه دا ده چې لرغوني ځايونه او اثار بايد په ښه ډول وساتل شي، ځکه د کافرانو تپې سيمه کې پخوا په شدت سره لاسوهنې شوې دي او همداسې په نورو ځايونو کې هم، د ځينو اثار لوټ شوي او د ځينو بيا ځمکې غصب شوې دي، نو هېله مند يو چې راتلونکي کې دا ډول پېښو مخه ونيول شي.»

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د حمايي کلي په سپيچک غر سيمه کې هم يو لرغونې څاه شتون لري چې د سيمې د اوسېدونکو په وينا له دغې څاه مختلف غږونه اورېدل کېږي او ترڅنګ يې داسې ميخ پرې ټکوهل شوی چې خلک ورڅخه بېلابېل تعبيرونه لري.

د هيواد لرغونې او کلتوري اثار د افغانستان په خلکو پورې اړه لري او ساتنه يې د دولت مسووليت ګڼل کيږي.

د طالبانو حکومت د لرغون پوهنې رياست له لوري د مارچ مياشتې پر دريمه نيټه خبر ورکړ، چې د لوګر له مس عينک کان څخه يې د کابل ملي موزيم ته ۴۰۰ قلمه مختلف ډوله اثار انتقال کړي دي.

د مس عینک کان د لرغونو اثارو یوه برخه  

د مس عينک کان چې په تېر نظام کې يې د کيندلو چارې د MCC په نوم يو چينايي شرکت ته په قرارداد ورکړی و، د امنيتي ستونزو له امله يې کیندنه تر اوږدې مودې وځنډېده، خو اوس يو ځل بيا طالبانو د ياد کان کيندلو ته مټې رابډوهلي او مسووليت يې يو چينايي شرکت ته ورکړی دی.

د لوګر ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست په بېلابېلو ناستو کې د لرغونو ځايونو او اثارو په ساتنې ټينګار کړی او ويلي دي چې په دغه ولايت کې يې د نويو پخوانيو ځايونو پيدا کېدو لپاره هم هڅې پېل کړې دي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست نظر هم له ځانه سره ولرو، خو بريالي نه شوو.

دوه مياشتې وړاندې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو ریيس رفيع الله صميم په يوې خبرپاڼه کې په مرکز پل عالم کې د «سپيز» په نوم د يوې لرغونې سيمې د کشف خبر ورکړی و.