انځور: خواله رسنۍ

د دُرو قرباني؛ هغه ځوان چې د ژوند هر څه یې بایللي

نصیب (مستعار) هغه ځوان دی چې تر سختې شکنجې لیدلو وروسته یې د خپل اصلي نوم څخه کرکه شوې او دا نوم یې تر هغه وروسته د ځان لپاره انتخاب کړی، کله چې طالبانو د زرګونو کسانو مخته د اصلي نوم په یادولو په دُرو وواهه.

دا ځوان چې ۲۲ کاله عمر لري، د زنا په تور نیول شوی و او ۹ میاشتې وړاندې د هيواد په يو ولایت کې (د ولايت نوم د قرباني د خونديتوب په خاطر پټ ساتل کېږي) د طالبانو د ولایتي محکمې د حکم په اساس د فوټبال په یو لوبغالي کې په دُرو وهل شوی دی.

نصیب د زده کړو تر څنګ د ولايت په مرکز کې په یوې د ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې د شیر نخودو د پلور کاروبار کاوه، خو د یادې پیښې وروسته یې ښوونځی په یوولسم ټولګي کې پرېیښی دی.

دا ځوان چې د ډیرې کمترۍ احساس کوي، وایي، ډیر وخت یې د یوې نجلۍ سره پر مبایل خبرې کولې او کله چې یوه ورځ د هغې لیدو ته ورغی، ناڅاپي پرې طالبانو چاپه واچوله او ویې نیوه.

نوموړی زیاتوي، دا یې په ژوند کې د «قیامت» ورځ وه، د وارخطایي او د طالبانو تر وهلو او ټکولو ورسته یې د ځان د خلاصون په موخه ډير داسې څه ویلي چې هیڅ پيښ شوي نه وو، هغه ګمان کړی و چې تر اقرار کولو ورسته به ازادیږي، خو داسې څه نه و شوي.

نصیب د طالبانو په زندان کې ۱۲ ورځې تیرې کړي، چې په دې ورځو او شپو کې د هغه هیڅ حال نه دی اخیستل شوی او نه هم د پوري شوي تور د سپینولو کومه موقع ورکړل شوې.

تورن ځوان چې د طالبانو د شوې پرېکړې په اړه ناخبره او د خلاصون او کور ته د تللو په هېله یې شپې سبا کولاې، یوه ورځ پرې ناڅاپه د «زناکار» غږ کېږي او په پټو سترګو د سزا تر میدان بیول کېږي.

نوموړی چې ستونی یې ډک او په سترګو یې اوښکې ولاړې دي د دې ورځې کېسه داسې کوي: «دا ورځ زما لپاره د قیامت تر ورځې هم بدتره وه، سترګې او لاسونه مې تړلي وو، نه پوهیدم چې چیرې مې بیايي، ناڅاپه مې د ډیرو خلکو غږو، غوږ تر غوږونو شو، ماته په دې اړه مخکې هیڅ نه وو ویل شوي چې پر ما به په عام محضر کې د دُورو وهلو حکم جاري کېږي، هغه شیبه نه شم را یادولای چې زما، زما د پلار نوم زما د هستوګنې اصلي ټاټوبي او زما د قوم په یادلو سره زما د دُورې وهلو نوبت راورسیده.»

نصیب د فوټبال په لوبغالي کې تر دُورو وهلو دوې ورځې وروسته د طالبانو له بند څخه ازادیږي، خو کورته د تللو لپاره زړه نه ښه کوي، ځکه د دې پیښې څخه یې کورنۍ، دوستان، ملګري او د ښوونځي ټولګیوال خبر شوي وو. دی وایي، درې ورځې یې د ښار په یو وروسته پاتې هوټل کې چې د ښار نشه یانو په کې شپې سبا کولې په ډیر بد حالت کې تیرې کړي او تر هغه وروسته یې ورور تر ډیرو زاریو او خواستونو کور ته بیولی، خو په خبره یې چې کور کې یې نه مور او نه خور سلام اخیستی او د پلار په راتګ سره بیرته له کوره شړل شوی دی.

نوموړی له ده سره د ناسم چلند په اړه خپل پلار ګرم نه بولي او وایي: «پلار مې ملامت نه و، زما له وجې هغه یوه هفته مسجد ته نشوای تللای، ورونه او کورنۍ زما له وجې د خلکو د بدو خبرو کولو سره مخ وه، ما هم نوره هڅه کوله چې ځان د هغوی څخه جلا کړم تر څو زما له وجې یې خلک تحقیر نه کړي، بد او رد ورته ونه وایي؛ نور مې په سترګو کي اوښکي هم وچې شوې وې، ښه ډير مې وژړل، ما چې له دې مخکې سګریټ نه وو څکولي ښه ډیر مې وڅکول، په لڅ مخ دباندې ګرځیدلو جرات مې نه درلود، زما څخه زما عادي ژوند یوې داسې یوې ګناه واخیست چې ما هیڅ نه وه کړې او نه هم د ځان سپین کولو فرصت راکړل شوی و.»

دی چې تر دُرو وهلو دوې میاشتې وروسته بیرته خپل کاروبار ته ورګرځي او په دې برخه کې یې ورور مرسته کوي، وایي، چې د پخوا په څیر یې خپل مشتریان له لاسه ورکړي وو، ځکه چې د ده خبر شوي وو چې نوموړی د «زنا» په تور په دُرو وهل شوی او ترڅنګ یې د شاوخوا دوکاندارانو د ټوکو سرټکی هم و، نو ځکه یې کاروبار خراب او اوس دومره عاید هم نه ترلاسه کوي چې د ښاروالۍ کرایه ورکړي.

دې پیښې له نصیب څخه د کورنۍ ترڅنګ ملګري، کاروبار هرڅه اخیستي دي. دی زیاتوي، چې پخواني ټولګیوال یې اوس په لوړو ټولګیو کې دي او دی اوس هم ښوونځي ته د تلو جرات نه لري، ځکه چې د ښوونځي استادان او شاګردان نوموړی په بدو نومونه یادوي او له امله یې زده کړې پاتې شوي دي.

دغه راز نصیب تر درې میاشتنۍ بې کورۍ وروسته د خپلې مور له لوري کور ته بلل کېږي، هغه دا درې میاشتې د خپل ماما په کور کې تېري کړي، چې په خبره یې د ماما په کور کې په رواني تکلیف اخته او څو ځلي یې د ځان وژنې فکر کړی، خو ورور او د ماما زوی یې چې له ده سره په سخت حالت ملګړي وو بیرته ژوند ته هڅولی او د ده مور یې قانع کړې چې نصیب کور ته وغواړي، خو په وینا یې چې لاهم د ده سره د پلار، مور او د کورنۍ د نورو غړو او دوستانو چلند عادي شوی نه دی.

د دُرو دغه قرباني وویل: «باور لرم ما چې څه کړي په دومره سزا نه ارزیدل چې زما څخه زما عزت، هویت، کورنۍ، زده کړې، کاروبار او ملګري واخلي، پوهیږم چې سزا ورکونکی خدای دی او خدای تر مور او پلار لا مهربان دی، خو دا سزا ماته زما خدای نه بلکې د ځمکې خدایانو راکړې.»

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه طالبانو پر افغانستان د طالبانو د حاکمیدو سره یو ځل بیا په دې هیواد کي د اسلامي حدودو پر جاري کولو باندي ټینګار سوی چې په دې مجازاتو کې دُرې وهل، سنګسار، تر دیوال لاندي کول، د بدن د اعضاوو پریکول، تورن افراد په سړو اوبو کې درول او په جبري توګه د سر خرېيل شاملېږي.

کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه بیا ځلي پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د دې ډلې مسوولین بار بار د شریعت په پلي کولو او د اسلامي حدودو په جاري کولو ټینکار کوي او تر اوسه یې سلګونه کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې مرستيال عبدالمالک حقاني په یوه راپور کي ویلي، چې د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته د طالبانو محکمو يو زر او ۵۶۲ تعزيري احکام ورکړي دي. چې په دې مجازاتو کې په یو شمیر یې قصاص جاري شوی او زیات شمیر یې په دُرو وهل شوي دي.