اطلاعات روز: د کابل-کندهار پر لویه لار د زابل شاجوی ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پیښې له امله یو کس مړ او اته تنه نور ټپیان شوي دي.
زابل کې د طالبانو ترافیک پولیس وایي، چې دغه ترافیکي پېښه نن (چهارشنبه، ۸ د وري) د شاجوی ولسوالۍ اړوند «تازي رباط» سیمه کې د یو ټېلر او ۵۸۰ مسافر وړونکي بس د ټکر له امله رامنځته شوې.
دوی زیاتوي، چې په دې پیښه کې د ټېلر موټر چلوونکی مړ او په بس کې اته مسافر ژوبل شوي دي.
د طالب پولیسو په وینا، د پیښې ژوبل کسان د زابل ولایتي روغتون ته انتقال شوي، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.
تېره ورځ هم په یاده سیمه کې د یوې ترافیکي پیښې له امله څلور کسان ژوبل شوي وو.
د سړکونو خرابوالی، د موټر چلونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعت هیواد کې د ترافیکي پیښو لوی لاملونه بلل کېږي.