اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د روغتيا د نړيوال سازمان له عمومي مشر تدروس ادهانوم قبريسوس سره په خبرو کې ادعا کړې، چې د افغانستان له ټولو سیمو د پوليو يا هم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د واکسين په پرلپسې تطبيق سره له منځه تللې ده.
نوموړي د پوليو له منځه وړل د طالبانو د حکومت لاسته راوړنه بللې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر ميلادي کال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې ټولې يې په ننګرهار ولايت کې وې؛ خو د سږ کال تر دريو مياشتو پورې د پوليو د کومې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.
پر ايکس د طالبانو ارګ پاڼې پرون چارشنبه (۸ د وري) د روغتيا د نړيوال سازمان له عمومي مشر سره د حنفي او د طالبانو د روغتيا وزارت د سرپرست قلندر عباد د ليدنې په اړه خبرپاڼه خپره کړې او د تدروس ادهانوم قبريسوس په وينا يې ليکلي چې «د ګوزڼ ناروغۍ د سيمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ دی چې له نېکه مرغه دا ناروغۍ په افغانستان کې تر ډېره حده ختمه شوې ده».
له افغانستان سره يو ځای پاکستان هم د ګوزڼ له ناروغۍ سره مخ دی.
د روغتيا د نړيوال سازمان مشر ويلي، چې دا سازمان په افغانستان کې په روغتيايي برخه کې د فعاليتونو د دوام غوښتونکی دی او په دې لړ کې د طالبانو همکارۍ ته اړتيا ده.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د روغتيا د نړيوال سازمان سيمهييز مشر ډاکټر حنان بلخي د ګوزڼ ناروغۍ د تشخيص لابراتوارونو د پياوړتيا او د افغانستان ډاکټرانو ته د زده کړې د زمينې برابرولو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د دې سازمان د همکارۍ خبر ورکړی دی.
د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال د روغتيا د نړيوال سازمان له همکارۍ مننه کړې او د دې سازمان له مسوولينو يې غوښتي چې د روغتيايي سيسټم د پياوړتيا، د مجهزو لابراتوارونو د نصب، د هيواد په لېرې سيمو کې د روغتيايي کلينيکونو د جوړولو، د روغتيايي څانګې د مسلکي ظرفيت د لوړولو او په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د مجهز روغتون د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.