اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان د دفاع د وزير خواجه محمد آصف څرګندونې «بې اساسه» او «له مسووليته تېښته» بللې.
ښاغلي مجاهد نن (پنجشنبه، ۹ د وري) د طالبانو تر کنټرول لاندې «ملي راډيو» ته ويلي، چې پاکستاني چارواکي دا ډول څرګندونې د «خپلې ناکامۍ د توجيه» په موخه کوي.
نوموړی وايي، چې شل کاله کېږي چې تحريک طالبان پاکستان په دې هيواد کې فعاليت کوي، جنګ کوي او د هغوی يوه داخلي ستونزه ده.
د طالبانو وياند همدا راز ويلي، چې دا ډله دوې ورځې وړاندې د پاکستان په خيبرپښتونخوا ايالت کې شوی بريد چې د پنځو چينايي وګړو په ګډون شپږ تنه په کې ووژل شول، «جنايت» بولي او دا ډله په خپله د داعش او نورو ترهګرو ډلو «قرباني» ده.
د پاکستان دفاع وزير په دې هيواد کې د چينايي وګړو پر موټر تر بريد يوه ورځ وروسته وويل، چې په پاکستان کې د تروريزم سرچينه افغانستان دی او طالبان په دې هيواد کې د ترهګرو د پټنځای په تړاو له خبرتيا سره-سره د هغوی پر خلاف اقدام نه کوي.
ده زياته کړې چې په پاکستان کې د ترهګريزو پېښو زياتېدو ته په پام، په پولو کې د وضعيت د اساسي بدلون اړتيا احساسېږي او د ترهګرو د تګ-راتګ مخنيوی بايد وشي.
پاکستان د ډېری ترهګريزو بريدونو مسوولين د دې هيواد تحريک طالبان ډله ګڼي او وايي، چې د دې ډلې رهبران او غړي په افغانستان کې امن پناهځايونه لري او له دې هيواده په پاکستان کې خپل عمليات طرح او اجرا کوي.
د دې هيواد چارواکي وايي، چې د دوی له بيا – بيا غوښتنو سره – سره طالبانو په افغانستان کې د دې ډلې پر خلاف اقدام نه دی کړی.