پنجشېر کې د طالبانو پر قرارګاه برید؛ «ملي مقاومت جبهه»: د طالبانو ۱۳ غړي مو ووژل

اطلاعات روز: د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» په پنجشېر ولایت کې د طالبانو په یوې قرارګاه کې د چاودنې او ډزو مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په دې برید کې د طالبانو ۱۳ غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د «ملي مقاومت جبهې» په خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو یې پرون (جمعه، ۱۳ د تلې) ماښام شپږ بجې او ۲۵ دقیقې د دره ولسوالۍ اړوند د «محمد بیګ خېلو» په کلي کې د طالبانو د ملي دفاع وزارت د درېیم ټولي پر ځواکونو هدفمند عملیات ترسره کړي دي.

د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» ویلي، دا برید په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پر وړاندې د دوی د ځواکونو له خوا تر ټولو خونړی برید و. دغه جبهه وايي چې ځواکونو ته يې زيان نه دى اوښتی.

د «د ملي مقاومت جبهې» د برید د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي ورکړي؛ خو ځايي سرچينې وايي، چې پرون ماښام يې د طالبانو په قرارګاه کې د چاودنې او ډزو غږونه اورېدلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو دغه قرارګله د استوګنې د کورونو په منځ کې په يوه شخصي کور کې موقعيت لري.

سرچينې زياته کړه، چې له چاودنې وروسته د لسو دقيقو لپاره د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

په پنجشېر کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې طالبانو له چاودنې وروسته ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکي نيولي دي.

درېيو سرچينو د نيول شويو کسانو نيول تاييد کړي، خو د نيول شويو کسانو شمېر يې څرګند نه کړ. یوې سرچینې وویل، چې شاوخوا ۱۰ کسان نیول شوي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي د دې ډلې په قرارګاه کې چاودنه او ډزې تاييدوي، خو ضد او نقیصې ادعاوې کوي.

پنجشېر کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وايي، چې چاودنه د ګاز ډبې له امله رامنځته شوې او له امله يې شپږ تنه ټپيان شوي دي. د دې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه په یوه مېلمستون کې شوې ده.

خو، په پنجشېر کې د طالبانو د والي دفتر ويلي، چې د دغې ډلې نوي راغلو جنګياليو په قرارګاه کې خپلې وسلې ازمويلې او ډزې هم له همدې امله وې.

دغه دفتر د چاودنې راپورونه اوازې بللې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه