خیبر کې د پښتنو د جرګې پر تنظیموونکو د پاکستاني پوځ برید؛ منظور: چې هر څه کوئ ویې کړئ، خو د پښتنو جرګه به کېږي

Photo: Social Media

اطلاعات روز: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، چې پاکستاني پوځ تېره شپه ناوخته په خیبر کې د اکټوبر ۱۱مې لپاره پر راټول شویو کسانو برید کړی او د قومي جرګې پر میدان یې کندې ویستلي دي.

ښاغلي پښتین نن (چهارشنبه، ۱۸ د تلې) سهار پر خپله فیسبوک پاڼه د پاکستاني پوځ برید ته په غبرګون کې لیکلي، چې «هر څه کوئ ویې کړئ، خو د پښتنو جرګه به کېږي ان شاالله».

نوموړي زیاته کړې، چې سیمه کې د پاکستاني حکومت له لوري انټرنېټ بند شوی او د غټې ماشینري په وسیله یې د پښتنو قومي جرګې پر میدان کندې ویستلي او ویجاړ کړی یې دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر لیکلي: «د پښتنو د ملي جرګې په خیبر ګراونډ باندې د پاکستاني زورواک چارواکو قبضه ده، د غټې ماشینري په وسیله د پښتنو د ملي جرګې ګراونډ کې خندقونه کیندي.»

هغه پاکستاني حکومت ته په خطاب کې ټینګار کړی چې د پښتنو د جرګې مخنیوی شونی نه دی او په دې برید سره د جرګې ترسره کول لا اړین شوي دي.

هغه د پښتنو پر جرګه د پاکستان د بندیز په اړه لیکلي: «جرګه کې ریاست د پښتنو په وینې او معدنیاتو د دوئ روان کاروبار ته زیان ویني ځکه یې په پي ټي ایم او جرګه بندیز ولګاوه. خو مونږ سپینه خبره ورته کوو چې پښتانه به جرګه حتماً کوي. ان شاءالله.»

ښاغلي پښتین دا هم ویلي، چې د پښتنو حیثیت تر دې ځایه رسیدلی، چې په خپل کلي کې ورته د خپلې دودیزې جرګې اجازه نه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د تېرې یکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه غیرقانوني سازمان په توګه اعلان کړ او فعالیت یې منع کړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه غورځنګ فعالیت د پاکستان د ترهګرۍ ضد قانون د « ۱۱-بی» مادې پر بنسټ «غیر قانوني» بلل شوی دی.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان عامه نظم او امنیت ته یو ستر ګواښ دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه