بغلان کې د صوفیانو وژنه؛  »ازادۍ جبهه»: طالبان او د هغوی فکري ملګري د برید اصلي عاملین ګڼو

اطلاعات روز: «د افغانستان ازادۍ جبهې» د بغلان په نهرین کې د صوفیانو پر عبادت ځای برید کې د لسو کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د دغه برید اصلي عاملین «د طالبانو ډله او د هغوی فکري ملګري» دي.

دغې جبهې نن (شنبه، ۳ د لیندۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د «طریقت او تصوف د پلویانو په وحشیانه وژنه» سخت خواشیني دي.

د دغې جبهې د اعلامیې له مخې، طالبانو او د دغې ډلې فکري ملګرو په تیرو دریو کلونو کې د اسلامی مذهبونو په پیروانو او حتی د اهل سنتو په فرقو باندې فشار راوړی او په مختلفو طریقو یې د هغوی د ځپلو لړۍ جاري ساتلې.

دغه جبهې زیاته کړې: «د طریقت او تصوف د پیروانو وژل او همدارنګه د شیعه ګانو او اهل سنتو مذهبونو د نورو فرقو وژل، د طالبانو، داعش، القاعده شبکې او د هغوی د نورو سیمه ییزو متحدینو د هدفي اقداماتو دوام دی. د پاکستان تحریک طالبان او هغه ترهګرې ډلې چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په پولو کې فعالې دي، د نړۍ د ټولو اسلامي جهادي ډلو د نښلولو نقطې په توګه د طالباني فاشیزم د پیاوړتیا لپاره کار کوي.»

«د افغانستان ازادۍ جبهې» له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان او سیمې د خلکو د بشري حقونو او انساني کرامت د ساتنې په لاره کې عمل وکړي او په معقولو او معنادارو اقداماتو سره په افغانستان کې د بشري امنیتي وضعیت د خرابېدو مخه ونیسي.

د  تېرې پنجشنبې په شپه وسله والو کسانو د بغلان د نهرين ولسوالۍ د زاړه ښار په «زیارت سید پاچا اغا سادات» کې پر عبادت کوونکو برید وکړ چې له امله یې ۱۰ کسان ووژل شول.

بغلان کې د طالبانو امنيې قومندانۍ د دغه برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دې برید کې د نهرین ۱۰ تنه اوسېدونکي چې د ذکر په حال کې وو، وژل شوي دي.

دوی زیاتوي، د دې برید په تړاو یې څو تنه شکمن کسان نیولي دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې بريد مسووليت نه دی منلی.

د اهل تصوف عبادت‌ځایونه مخکې هم د خونړیو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه