اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان په طبي انسټیټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو یو بل «مسخره» حکم او د ښځو او نجونو پر وړاندې د دغې ډلې تازه «ظالمانه» عمل بللی دی.
دې سازمان ایکس کې پر خپله پاڼه په یوې بیانیه کې لیکلي، چې د طالبانو دغه حکم به نه یوازې د نجونو لپاره د زده کړو وروستۍ پاتې لاره وتړي، بلکې په افغانستان کې به د ښځو پر روغتیا ناوړه پایلې هم ولري؛ هغه هیواد چې دا مهال د میندو د مړینې ترټولو لوړ کچه لري.
د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې په طبي انسټیټونو کې د نجونو له زده کړو منع کول د طالبانو د سیستماتیک برید یوه برخه ده چې پر ښځو او نجونو د هغوی د جنسیت پر اساس شوی دی.
دغه سازمان ویلي: «د زده کړې حق یو اساسي بشري حق دی چې طالبان یې په ښکاره توګه یو په بل پسې په سختدریځو سیاستونو سره سرغړاوې کوي.»
د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې طالبان باید ټول هغه فرمانونه او محدودیتونه چې پر افغانستان تر ولکې ټینګولو وروسته یې پر ښځو او نجونو لګولي لغوه کړي، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې د افغانستان مکلفیتونه پوره کړي.
په تېرو دریو کلونو کې د ښځو او نجونو حقونو ته په درناوي د نړیوالې ټولنې له ټینګار سره سره، طالبانو خپل محدودیتونه لاپسې زیات کړي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په تازه توګه د نجونو پرمخ روغتیايي انسټیټونه تړلي دي. دې ډلې تر دې وړاندې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه هم تړلي او تراوسه یې د بیا پېل اجازه نه ده ورکړې.