کندهار کې له کاره منع شوې میرمنې په رواني ناروغیو اخته او فقر کولو ته اړې شوي

پر افعانستان د طالبان بیاځل حاکمیدو سره زرګونه هغه میرمنې چې په دولتي ادارو او بهرنیو موسېساتو کې یې دندې ترسره کولې د دغه ډلې د بندیزونو له کبله له کاره منع شوي او په دې ډله کې یو شمیر هغو میرمنو چې د خپلو کورنیو سرپرستي یې پرغاړه درلوده اوس د بېکارۍ له امله په رواني ناروغیو اخته او ځینو یې آن فقر کولو ته مخ کړې.

کندهار کې یو شمیر بې سرپرسته میرمنې چې د طالبانو د بندیزونو له کبله خپل راتلونکي ته اندیښمنې دي، وایي چې پخوا یې په خپل لاس دومره ګټلې چې د کورنۍ ګوزاره یې پرې کیدله، خو اوس چې له کاره منع شوي حیرانې دي چې خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډوډۍ له کومه ځایه راوړي.

د کندهار اوسېدونکې ۳۳ کلنه سکینه چې د ماشومانو د زده کړو اړوند یوې محلي موسېسې سره یې د ښوونکې په توګه کار کاوه، د طالبانو راتګ سره یې خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس یې اقتصادي حالت سخت خراب شوی دی.

نوموړې زیاتوي، چې هغه مهال که څه هم کم معاش ورکول کیده خو د کورنۍ ګوزاره یې کیدله مګر اوس چې بېکاره شوې نورو ته یې د سوال لاس اوږ کړی دی.

د سکینې په وینا، چې د تېر کلونو په پرتله د افغان میرمنو لپاره کاري فرصتونه او په دې برخه کې اسانتیاوې ډیرې کمې شوي او دې چارې زیاتې بې سرپرسته میرمنې په رواني ناروغیو اخته کړي دي.

هغې وویل: «زحمتونه مو وایستل مکتب مو په سختۍ خلاص کړ وروسته مو په زارۍ او مشکلاتو وظیفه پیدا کړه چې خپله کورنۍ پرې وچلوو هغه هم راباندې بنده شوه، زموږ معاش ۶زره افغانۍ و، خو د کور خرڅ مو کاوه، خپل ګذاره مو به مو کوله، ضرورتونه مو په رفعه کول، د بل چا لاس ته محتاجه نه وو اوس چې بېکاري ده هر چاته مو لاس اوږد کړو چې کومک راسره وکړي هغه تر موږ بدتره بېکاره وي وایي زه خپله شی نه لرم تاسي ته به څه شی درکړم، په کور کې مې خاوند نشته، بل نارینه نه لرو چې کار وکړي، زه مجبوره یم چې کار راته پیدا نه شي باره به فقر کوم، زموږ د کور د حاله څوک څه خبر دي، چې څنګه بد حالت راباندې تیریږي.»

سکینه چې د خپلو ماشومانو او ځان راتلونکي په اړه اندیښمنه ده، د طالبانو له سرپرست حکومت  څخه غوښتنه کوي، چې د میرمنو د تعلیم او کار کولو په اړه خپلو پرېکړو باندې بیاکتنه وکړي.

یو شمېر میرمنې چي پخوا یې موسېساتو کې د کسب زده کړه او کار کاوه اوس پر کورونو ناستې دي

د کندهار بله اوسېدونکې ۲۸ کلنه فاطمه چې دوه کاله وړاندې یې یوې بهرنۍ موسېسې سره کاره کاوه، وایي د تېرو شپږو کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، خو له کله نه چې د طالبانو د بندیزونو له کبله بېکاره شوې رواني وضعیت ګډوډ شوی او له ګڼو ستوتزو سره مخ ده.

فاطمه وایي، زیاتې افغان میرمنې له دوامدرې بېکارۍ او بندیزونو له کبله خپل او د کورنۍ راتلونکي ته اندېښمنې دي.

نوموړې وویل: «یوازې زه خپل ژوند ته نه یم وارخطا ټولې ښځې دغسې په مشکلاتو کې ژوند کوي، په کڼدواله کور کې ژوند کوو اقتصاد مو خراب دی، پیسې نه لرو، د کور د خوراک شیان مو یو دوست او قریب په خیرات کې راته رانیسي، بې وروره او بې زویه مور یم، خاوند مې چرسي او پوډري دی، د کور شیان یې راڅخه خرڅول اوس هم چې کورته راشي پیسې غواړي بیرته ورک شي، موږ بې نارینه په کور کې ژوند کوو، د خوراک لپاره غوړي لا نه لرو، په کار چې وو د فقر څخه راګرځېدلي وو په دغه ۱۱زره افغانۍ مو خپل شپه او ورځ تېروله.»

دا غوښتنه لري چې د افغان میرمنو لپاره دې کاري فرصتونه رامنځته شي او د کار کولو په برخه کې دې پرې لکول شوي محدودیتونه لېرې کړل شي.

یوه بله کندهار مېشته بې سرپرسته میرمن ۴۰ کلنه فریبا نوري چې د تېرو څلورو کلونو راهیسې بې روزګاره شوې، وایي چې تر پخوا دغلته د میرمنو ستونزې زیاتې شوي، ځکه په وینا یې چې د میرمنو د کار او زده کړو برخو کې شوي پرمختګونه په اوبو لاهو شوي او دامهال میرمنې په ډیر سخت حالت کې ژوند تېروي.

نوموړې د خپل ځان په اړه زیاتوي: «په کور کې مو د خوراک لپاره څه نه درلودل، بیا ما کار شروع کړ، یوې موسېسې کې مې د عامه پوهاوي برخه کې کار کاوه، بیا نو هغه و چې بېکاره شوم باره می شخصي خیاطي شروع کړه اوس هغه هم بند شو بېکاره خپل کور ته ناستې یو، پخوا مې ورور دوی یوڅه کومک راسره کاوه اوس هغه هم نشته، کله د مرستې لپاه د یو موسېسې درګاه ور وټکوو بیا چې هغه پیسې راکړي تر یو وخته ګوزاره پرې وکړو کله یو دوست کومک راسره وکړي، داسې وخت لا راغلی چې ما خپل دا کوچني زامن د خلکو کورو ته استولي چې یو ډوډۍ یا بل شی په خیرات کې ورکړي، نو اندېښنه لا څه ونکړو زموږ ژوند په فکرو او اندېښنو کې تېر شوو.»

کندهارۍ میرمنې له موسېساتو غوښتنه کوي چې د دوی ملاتړ وکړي

دغه راز د میرمنو د رواني چارو کارپوه او د مدني حقونو فعاله نجیبه ارین د افغان میرمنو پر روان وضعیت اندیښنه څرګندوي او وایي،  چې د وخت په تېرېدو سره ښايي د دغو میرمنو رواني وضعیت نور هم اغېزمن شي.

نوموړې د طالبانو پر حکومت غږ کوي چې د میرمنو لپاره کاري فرصتونو رامنځته او د ژوند په ټولو برخو کې د هغوی ملاتړ وکړي.

نجیبې ارین وویل: «د داسې وضعیت دوام د هیڅ خوا په ګټه نه دی، زموږ غوښتنه داده چې دا میرمنو ته د کار زمینه برابره شي، د دوی هرې یوې یوه لویه کورنۍ د غاړې ده چې باید یې کومک وکړي، موسېسات چې بند شي بیا د دوی پر رقم په زرهاوو نورې ښځې بېکاره کېږي، دا هره میرمن د یو نارینه پر رقم د خپلې کورنۍ ساتنه کوي، د کور ټول بوج پر دوی پروت وي باید لاس یې ونیول شي، دولت هم کولای شي د کار زمینه ورته برابره کړي، نارینه چې بېکاره شي غلا به وکړي، جنګ به وکړي دا میرمنې دي هر څومره چې خوارۍ پرې تېريږي هغومره یې رواني حالت اغېزمن کېږي.»

دغه میرمن وایي، هغو افغان میرمنو چې په دې وروستیو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي اوس په شدیدو او خفیفو رواني ناروغیو اخته شوي دي.

د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو بیاځلي واکمنېدو سره ښځې او نجونې له زده کړو او کار منع شوې دي. که څه هم په دې اړه په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي، خو دې هرڅه د طالبانو په تګلاره کې کوم بدلون نه دی راوستی او لا یې خپل بندیزونه زیات کړي دي.