خالد محمدي
د طالبانو حکومت او ځواکونه هڅه کوي، چې له ځانمرګي ځواک څخه په افغانستان، سیمه او ان نړیواله کچه د یوې «مخنیوونکي» وسیلې په توګه کار واخلي. د دې ډلې چارواکو په ګڼو مواردو کې هیوادونه او نړیوال بنسټونه د ځانمرګو بریدونو په کولو ګواښلي دي. د دې ګواښونو وروستۍ تازه بېلګه د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوال غوښتنې ته په غبرګون کې مطرح شوه. دې څارنوال د افغان ښځو او نجونو د حقونو د نقض له کبله د طالبانو د مشر د نیولو غوښتنه وکړه. دې غوښتنې ته په ځواب کې د طالبانو یو شمېر ځواکونو د یادې محکمې قاضیان په ځانمرګو بریدونو وګواښل. له دې سره-سره، ګڼ شنونکي په دې اند دي چې دا ګواښونه یوازې داخل کې کېدلای شي، ځکه چې له افغانستانه دباندې د ځانمرګي ځواک کارول ښايي د طالبانو لپاره درنې پایلې ولري.
د طالبانو یوه غړي حفیظ عمري چې پر ایکس ټولنیزې شبکې ۴۸ زره تعقیبوونکي لري، د یوه پیغام په خپرولو سره د نړیوالې جنایي محکمې قاضیان په ځانمرګي برید ګواښلي دي. ده ادعا کړې چې د طالبانو کومو ځواکونو پخوا د ځانمرګو بریدونو لپاره نوملیکنه کړې، اوس مهال د خپل رهبر امر ته منتظر دي.
نوموړي لیکلي: «استشهادي (ځانمرګي) ځواکونه په هرو پنځو لمنځونو کې د خپلو عملیاتو د بریالیتوب او د خپل شهادت دعاوې کوي. که هغوی ته اجازه ورکړل شي او لازم امکانات ورته برابر شي، کولای شي د نړیوالې جنایي محکمې قاضیان په نښه کړي.»
دا لیکنه د دې راپور د خپرېدو تر وخته ۸۶ ځله بیاځلي خپره شوې او د طالبانو د ځواکونو او ملاتړو له لوري پر ایکس شبکې ۸۰۰ ځلې خوښه شوې ده.
په عین مهال کې په غور کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم نړیواله جنایي محکمه ګواښلې ده. هغه اعلامیه چې دې ادارې خپره کړې ده، پکې ویل شوي: «شیخ صاحب (ملا هبت الله ته اشاره ده) تر شل میلیونه ځوان استشهادي ځواک لري. لاهه محکمه وړاندې تر دې چې شیخ صاحب ته ورسېږي، باید لومړی له خپلې مخې دا شل میلیوني اټومي ځواک لېرې کړي.»
دې ادارې په مبالغهامیزه توګه ادعا کړې، چې د طالبانو د مشر تر امر لاندې محکمه تر نړیوالې جنايي محکمې ځواکمنه ده او د امر د صادرېدو په صورت کې د دې ډلې «فدايي» ځواکونه (ځانمرګو ځواکونو ته اشاره ده) کولای شي هره پرېکړه عملي کړي.
له دې سره-سره، طالبانو او پلویانو یې پر ایکس ټولنیزې شبکې د دې ډلې د یوه ځانمرګي غړي ویډیو خپره کړې، چې په هغې کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ګواښ کوي. د طالبانو دا جنګیالی ټینګار کوي چې د دې ډلې ځواکونه د کلونو جنګ حوصله لري او له کوم ځنډ پرته به جګړه روانه وساتي.
د ګاونډیانو ګواښل
یوازې د طالبانو عادي یا تبلیغاتي ځواکونه نه دي چې له ځانمرګي ځواک څخه د ګواښ د یوه ابزار په توګه استفاده کوي؛ د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو هم هڅه کړې چې له دې روش څخه په استفادې پر ګاونډیو هیوادونو فشار واچوي. له دې چارواکو څخه یو تن یې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی دی چې د پاکستان پر خلاف یې په خبرو کې ځانمرګی ځواک د یوه مخنیوونکي ځواک په توګه معرفي کړی دی. البته ستانکزي تر هغه وروسته افغانستان پرېښود چې ملا هبت الله یې د نیولو هڅه وکړه.
ده د کابل د لویي جرګې په تالار کې د دستاربندي په مراسمو کې د پاکستان هغه هوایي برید ته غبرګون وښود چې د مرغومې پر ۱۵مه نېټه د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ ترسره شو او دا هیواد یې وګواښه. ده په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې «د طالبانو هر غړی یو اټوم بم» دی او ګواښ یې وکړ چې پر پاکستان د طالبانو د برید په صورت کې به حتا د هند اقیانوس هم ونه شي کولای چې پاکستاني ځواکونو ته پناه ورکړي.
ده په یو لړ مراسمو کې وویل: «ګاونډي هیوادونه په خپلو وسلو ویاړي او وایي، چې اسلامي امارت یې پر وړاندې هیڅ دی. خو موږ هغوی ته وایو چې که تاسو پر خپلو توغندیو د احمد او محمود نومونه ږدئ، احمد او محمود دلته له موږ سره دي. که تاسو خپل توغندي غزنوي، بابر او یا هم ابدالي نوموئ، زما هیواد له ابدالیانو او محمودانو ډک دی. هر یو یې اټوم بم دی.»
ده همدا راز زیاته کړې: «که د محمود، ابدالي او بابر پنځه تنه له سرحده در واړوو، نو هیڅوک حتا د هند اقیانوس یې هم مخه نه شي نیولای.»
پاکستان خپل ځينې توغندي د افغان پاچاهانو لکه غوري، ابدالي او غزنوي په نومونو نومولي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان له خپل ځانمرګي ځواک څخه د یوه مخنیوونکي عامل په توګه استفاده کوي. د تېر کال د غبرګولي میاشتې پرمهال د طالبانو او ایران تر سرحدي شخړې وروسته فاکس نیوز شبکې خبر ورکړ چې طالبانو د افغانستان له پخواني حکومت څخه له پاتې امریکايي وسلو سره یو ځای خپل ځانمرګي ځواکونه هم پر کرښه ځای پر ځای کړي دي.
که څه هم طالب چارواکو د ایران پر کرښه د دې ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه څه نه دې ویلي، خو د دې ډلې چارواکو په ځلونو د ځانمرګو عملیاتو د ترسره کولو لپاره خپل چمتووالی په ډاګه کړی دی.
دوې میاشتې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني چې ځواکونو یې د افغانستان د پخواني حکومت پرمهال پر ملکي او نظامي وګړو خونړي بریدونه کړي وو، یو ځل بیا یې د دې ډلې ځانمرګي بریدګر وستایل. ده د غزني ګیلان ولسوالۍ ته په سفر کې ټینګار وکړ چې واک ته د طالبانو بیاځلې رسېدل د «استشهادي ځواکونو د فداکارۍ» پایله وه. ده وویل: «د دې سیمې (ګیلان ولسوالۍ) ډېرو مجاهدینو او استشهادیانو د وطن د ازادۍ لپاره خپل ځانونه قرباني کړي دي.»
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د طالبانو د ځانمرګو او باور وړ ځواکونو له خوا ساتل کېږي. دا ځواکونه چې په «فدایانو» مشهور دي، چمتو دي چې د طالبانو د مشر د دفاع لپاره خپل ځان قربان کړي. د هبت الله د ساتونکي ځانمرګي ځواک دقیق شمېر نه دی معلوم، خو د طالبانو ځینو سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې د دې ځواکونو زیات شمېر له نورزي قوم څخه دي او هبت الله په خپله هم نورزی دی.
د طالبانو پر ځانمرګي ځواک د هبت الله نفوذ د کورني تړاو له کبله نور هم پیاوړی شوی دی. د طالبانو د سرچینو له مخې، د ملا هبت الله زوی عبدالرحمان خالد د طالبانو د ځانمرګي کنډک غړی و او د ۱۳۹۵ کال پرمهال د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د ځانمرګي ځواک د کارولو محدودیت
که څه هم طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، خو دا ډله لاهم د هیواد پر هوایي حریم کنټرول نه لري. اوس هم ناپېژانده الوتکې د افغانستان پر اسمان ګرزي او متحده ایالاتو هم په علني توګه ویلي، چې د القاعده او اسلامي دولت خراسان ډلې (داعش) بریدونه په دقت سره څاري. په داسې شرایطو کې د طالبانو د ځانمرګو ځواکونو له خوا هر ډول نړیوال ګواښ دې ډلې ته هم ځينې پایلې درلودلای شي، لکه د بهرنیو قدرتونو له لوري د هوايي بریدونو ځواکمنو نظامي اقداماتو ترسره کېدل.
له دې سره-سره، له متحده ایالاتو سره د طالبانو خبرې چې په پایله کې یې د دوحې هوکړه لیک رامنځته شو، طالبانو پکې ژمنه کړې وه چې له جهادي ډلو سره خپلې اړیکې غوڅوي او د افغانستان له پولو دباندې به فعالیت نه کوي. د دې تعهداتو نقض کولای شي پر دې ډلې نړیوال او نظامي فشارونه زیات کړي او حتا د طالبانو د مخالفو هیوادونو له لوري ډېرو سختو اقداماتو ته زمینه برابرولای شي.
دا چې طالبانو د افغانستان د پخواني حکومت او د هغه د لوېدیځو ملاتړو پر وړاندې ځانمرګي بریدونه او چاودنې په اغېزناکه توګه استفاده کړل، لامل یې د افغانستان پېچلې جغرافیه وه. د دې هیواد غرنیو سیمو او سختو لارو طالبانو ته د پټېدو فرصت برابراوه چې هغوی بیاځلي منسجم شي او چريکي او ځانمرګي بریدونه وکړي. دې شرایطو د افغانستان امنيتي ځواکونه او بهرني نظامیان د طالبانو د بریدونو په تشخیص، مخنيوي او مقابله کې له ننګونې سره مخ کړي وو.
مګر دا جنګي تکتیک به په نورو هیوادونو کې ګټور نه وي. هغه هیوادونه چې پرمختللي امنیتي بنسټونه، ځواکمنې اطلاعاتي شبکې او د څارنې پراخ سیسټم لري، هلته به له ځانمرګي ځواک څخه استفاده د افغانستان په پرتله ډېره ګرانه وي. له دې سره-سره طالبان د یوه داسې ځواک په توګه چې ماهیت یې د افغانستان له جغرافیې سره تړلی دی، لوېدیځو هیوادونو ته د ځانمرګي ځواک د صادرولو وړتیا نه لري. د القاعده او داعش د ډلو برخلاف چې له ملي پولو دباندې فعالیت کوي، خو طالبان لاهم یوه محلي ډله ده او اصلي تمرکز یې پر افغانستان کنټرول ترلاسه کول دي.
شاته پاتې جنګي تکتیکونه
طالبانو لاهم ځانمرګي ځواکونه د خپل یوه اصلي جنګي ابزار په توګه ساتلي دي، په داسې حال کې چې موډرنو جګړو لکه د اوکراین او سوریې جګړه کې الوتکو د دودیزو جنګي تکتیکونو ځای نیولی دی. د ځانمرګو بریدونو برخلاف چې داوطلب اشخاص غواړي، د لوړ دقت، کم لګښت او انساني ځواک له ملتیا پرته بې پیلوټه الوتکې کولای شي نظامي اهداف په نښه کړي. له همدې کبله په اوسنۍ نړۍ کې له انساني ځانمرګي ځواک څخه استفاده یوازې اسلامپالې جهادي ډلې کوي او په نورو نظامي نښتو کې ترې استفاده نه کېږي.
له دې سره-سره، د طالبانو زیات شمېر مشران له موډرنو نظامي تحولاتو څخه ژور درک نه لري. د دې ډلې لوړپوړو چارواکو له سنتي ديني زده کړو او د عربستان او پاکستان په ګډون هیوادونو ته له محدودو سفرونو پرته د نظامي ټکنالوژيکي پرمختګونو په اړه مطالعه او پوهاوی نه لري او نه هم له موډرونو جنګي ستراتېژیو سره بلد دي. دوی لاهم د چریکي جګړې او ځانمرګو بریدونو پر روشونو متکي دي چې د تېرو لسیزو پرمهال په افغانستان کې استفاده ترې کېدله.
په داسې حال کې چې دې تګلارو د هغو پوځونو پر وړاندې خپل اغېز بایللی دی چې لوړ اطلاعاتي، ټکنالوژیکي او نظامي ظرفیت لري.
په داسې حال کې چې څارونکې الوتکې، پرمختللي اطلاعاتي ابزار، مصنوعي ځیرکتیا او الیکترونيکي جګړه د جنګ په کليدي عناصرو بدل شوي دي، پر ځانمرګي ځواک د طالبانو اتکا نه یوازې دا چې ګټوره نه ده، بلکې یو ډول شاتګپالنه بلل کېږي. په داسې حال کې چې نورو ډلو او هیوادونو د خودکاره وسلو او له لېرې ترسره کېدونکو عملیاتو پر لور پرمختګونه کړي دي، مګر طالبان لاهم پر داسې تکتیکونو ټینګار کوي چې د پرمختللې ټکنالوژۍ پر وړاندې د بریالیتوب کم فرصت لري. د اطلاعاتي څارونکي ځواک او دقیقو هوایي بریدونو په پیاوړي کېدو سره د طالبانو ځانمرګی ځواک د یوه موثر جنګي ابزار په توګه نه پاتې کېږي، بلکې ښایي د دې ډلې د تضعیف او یا هم نابودۍ لامل شي.