شمالي وزیرستان کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي

Photo: ISPR/File

اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو سره په نښته کې د دې هیواد د پوځ څلور غړي وژل شوي دي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، د پاکستان پوځ نن (شنبه، ۲۷ د سلواغې) اعلان کړی چې دا کسان په «میران شاه» کې د عملیاتو پرمهال کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې په نښته کې شپږ وسله وال هم وژل شوي دي.

د «خراسان داییري» ورځپاڼې بیا راپور ورکړی چې د دې برید مسوولیت د «حافظ ګل بهادر» ډلې په غاړه اخیستی دی.

حافظ ګل بهادر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پخوانی قومندان دی، چې اوس له دې ډلې څخه جلا شوی او په خپلواکه توګه فعالیت کوي.

پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې حافظ ګل بهادر او د هغه ځواکونه په افغانستان کې شتون لري او د هغه د سپارلو غوښتنه یې کړې ده.

خو، افغان طالبان د حافظ ګل بهادر او د هغه د ځواکونو شتون ردوي او ادعا کوي چې دوی د پاکستان په خاوره کې شتون لري.

له هغه وخت راهیسې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې ناامني د پام وړ زیاته شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، چې د ټي ټي پي او له هغې جلا شوې ډلې چې د دې بریدونو مسوولې دي، په افغانستان کې خوندي ځایونه لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه نوي راپور کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شتون تایید کړی او ویلي یې دي چې دا ډله د تاجکستاني طالبانو سره یوځای د القاعده لخوا روزل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه