ننګرهار او لغمان کې کروندګر: فصلونه مو مضره حشراتو زیانمن کړي

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یو شمېر کروندګر وایي، چې په دې وروستیو کې ځینو مضره حشراتو د دوی حاصل ته رسیدلي غنم، تازه سبزیجات او نور فصلونه له منځه وړي دي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ یو کروندګر حبیب الرحمن وایي، په تېرو څو اوونیو کې ځینې مضره حشرات پیدا شوي چې د کروندګرو کرنیزو فصلونو باندې حملې کوي او په ځانګړي ډول غنم او د تازه سبزیجاتو حاصلات یې له ۵۰ سلنې زیات له‌منځه وړي دي.

حبیب الرحمن وویل: «په ډیرو سختیو مو غنم، تازه سبزجات حاصل ته ورسېدل، خو اوس پرې یو ډول مضره حشرات حملې کوي او زیاتره حاصلات یې زیانمن کړي، دا حشرات د مچانو، ماشې، چنجي، پېشوګۍ او د خوښۍ په شکل پر فصلونو حملې کوي او له منځه یې وړي؛ د درملو پېسې هم نه لرو چې درمل پرې وکاروو او نه هم د زراعت ریاست څه کړي، که د دې حشراتو مخنیوی ونه شي نورو ولسوالیو ته هم پراخیږي او زیان یې کروندګرو ته رسیږي.»

د ښېوې ولسوالۍ یو بل کروندګر صداقت وایي، چې هر کال یې مضره حشرات حاصل ته د رسېدو پر مهال فصلونه له منځه وړي او همدا لامل دی چې وروستیو څو کلونو کې یې له خپلو ځمکو د پام وړ حاصلات نه دي ترلاسه کړي.

صداقت زیاته کړه: «هرکال چې زمونږ تازه سبزجات، غنم، جوار او یا تازه مېوې حاصل ته ورسیږي نو مضره حشرات پرې حملې کوي او له منځه یې وړي، دغه حشرات په مختلفو ډولو د تازه سبزجاتو هغه داخل ټول توروي او له‌منځه یې وړي، دغه راز په غنم هم دا ډول حشرات حملې کوي؛ موږ حتا خپل مصارف نه شو ترې پوره کولای او حکومت له‌خوا هم تراوسه هېڅ ډول مرسته له موږ سره نه ده شوې.»

له ننګرهار سربېره په لغمان کې هم کروندګر له ورته حالت سرټکوي او وایي، زیاتره وخت کروندګر د اقتصادي ستونزو له امله د مضره حشراتو د بريد د مخنيوي لپاره له دوديزو لارو کار اخلي او په دې سره تر ډیره توانيدلي چې د حشراتو مخنیوی وکړي.

د لغمان د الینګار ولسوالۍ یو کروندګر سیمع الحق وویل: «د کروندګرو اقتصادي وضعیت خراب دی د حشراتو د مخنیوي لپاره د درملو د اخیستلو توان نه لري، نو ځکه، خو مونږ د دې حشراتو د مخنیوي لپاره سهار وختي او مازدیګر د تازه سبزجاتو او نورو فصلونو په څنګ کې لوګی کوو؛ دا چاره هره ورځ تکراریږي نو په دې سره هم تر ډیر پر فصلونو د حشراتو د حملې مخنیوی کېږي او که حکومت او نورې ادارې درمل د دوا شیندلو وسایل راکړي، نو دا به له کروندګرو سره ډیره لویه همکاري وي.»

بلخوا د کرنې کارپوهان وایي، یو شمېر کروندګر او بڼوال چې د نباتي  ناروغیو او افتونو د له‌منځه وړلو لپاره له دودیزو لارو چارو ځکه کار اخلي، چې دوی د درملو کارولو په نویو طریقو نه پوهېږي، په دودیز ډول کیمیاوي درمل  کاروي.

د کرنیزو چارو کارپوه حمدالله ګهیځ وايي، چې ډېری کروندګر او باغ لرونکي د کیمیاوي درملو په کارولو نه پوهېږي او په ډېرو مواردو کې د کیمیاوي درملو په خپل‌سري توګه کارول د کرنیزو محصولاتو د زیانمنېدو ترڅنګ چاپېریال او د انسان روغتیا ته هم زیان رسوي.

بلخوا د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو ویاند اجمل سبحاني هم مني، چې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې مضره حشراتو د کروندګرو فصلونه زیانمن کړي دي.

د هغه په خبره د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د کروندګرو او باغدارانو لپاره د مضره حشراتو د مخنیوي او د درملو د استعمال په اړه روزنيز پروګرامونه پيل کړي، څو د  کروندګرو او باغدارانو شته ستونزې حل شي.

ننګرهار او لغمان د ختیځ زون د هغه کرنیزو ولایتونو څخه دي چې ډېری وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.