د لوی اختر په ورځو ـ شپو کې ۱۷۰ زره سیلانیانو د نورستان له سیاحتي سیمو لیدنه کړې

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولین خبر ورکوي، چې د لوی اختر په ورځو – شپو کې شاوخوا ۱۷۰ زره سیلانیانو د دغه ولایت له بېلابېلو سیاحتي سیمو او طبیعي جاذبو لیدنه کړې.

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو رييس سمیع الحق حق بیان وايي، د لوی اختر په ورځو ـ شپو کې د کورنیو سیلانیانو ترڅنګ یو شمېر بهرني سیلانیان هم د دغه ولایت سیاحتي سیمو ته ورغلي وو او هلته یې خپلې اختریزې خوښۍ نمانځلې دي.

حق بیان زیاتوي، سیلانیانو ته یې د نورستان په مرکز پارون او یو شمېر نورو سیمو کې هوټلونه او نورې اسانتیاوې برابرې کړي او هڅه کوي په دې برخه کې لا نور ګامونه واخلي.

خو، نورستان ته یو شمېر ورغلي سیلانیان دې ولایت ته له غځېدلې خرابې لویې لارې شکایت کوي او نیوکه کوي چې طالبانو په وارـ وار خپلې کړې ژمنې نه دي پوره کړي.

دوی زیاتوي، چې د لارې د خرابوالي سربېره په دې ولایت کې سیلانیانو ته د مناسب هوټلونو نشتوالي دوی له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي او له کبله یې دې ولایت ته له تګ زړه توري شوي.

سیلانیان د طالبانو له رژیم غوښتنه کوي، چې په نورستان کې دې د لارې د جوړولو سربېره د هوټلونو، مېشتېدنې او تفرېح لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو سیلانیان د سیاحت پر مهال له ستونزو سره مخامخ نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د کوچني اختر په ورځوـ شپو کې هم لسګونه زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د نورستان ولایت له سیاحتي سیمو او طبیعي جاذبو لیدنه کړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته