د خبریالانو د ساتنې کمېټه: په ډېرو ولایتونو کې خبریالان یوازې د ترافیکي پېښو، روغتیا او زده‌کړو په اړه د راپور ورکولو اجازه لري

Oplus_131072

د «خبریالانو د ساتنې کمېټه» وايي، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د خبریالانو لپاره د معلوماتو رسونې له تر ټولو سختو چاپېریالونو څخه ګرځولی او په ډېرو ولایتونو کې خبریالان یوازې د څو محدودو موضوعاتو، لکه ترافیکي پېښو، روغتیا او زده‌کړو په اړه د راپور ورکولو حق لري.

د خبریالانو د ساتنې کمېټې نن (جمعه، د زمري ۲۳مه) د افغانستان د طالبانو له خوا د نیول کېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې له دې ډلې وغوښتل، چې د خبریالانو پر وړاندې د زیاتېدونکي ځپنې بهیر پای ته ورسوي.

دې نړیوالې ادارې له طالبانو غوښتي چې «د رسنیو له وحشیانه ځپلو، په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو له ځپلو، لاس واخلي او هغه پراخ محدودیتونه لغوه کړي چې خپلواکو معلوماتو ته لاسرسی یې کم کړی دی.»

په افغانستان او پاکستان کې د خبریالانو د ساتنې کمېټې استازي ولي‌الله رحماني ویلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې، له هغه وخت راهیسې چې طالبانو افغانستان ونیو، دغه هېواد «د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره د راپور ورکولو له تر ټولو سختو ځایونو» څخه ګرځېدلی دی.

رحماني زیاته کړې: «د طالبانو تر څار لاندې خبریالان د نیول کېدو، وهلو ټکولو، سانسور او یا تبعید له ګواښ سره مخ دي.»

د هغه په وینا، ښځینه خبریالانې له «لا زیات تبعیض» سره مخ دي او «خلک په زیاتېدونکي ډول له خبرو کولو وېره لري.»

د خبریالانو د ساتنې کمېټې استازی وايي، د انټرنېټ او ګرځنده ټیلیفونونو محدودیتونو «د رسنیو د ازادۍ کړکېچ» لا ژور کړی او د افغانستان پر اطلاعاتي فضا یې د طالبانو کنټرول پیاوړی کړی دی.

دې ادارې د خبریالانو د نیول کېدو، له تاوتریخوالي سره د مخ کېدو او زنداني کېدو او همدارنګه د طالبانو له خوا د رسنیو د بندولو څو مواردو ته په اشارې ویلي، چې د طالبانو محدودیتونو او څارنې د خبریالۍ په چارو کې د سانسور او ځان‌سانسورۍ فضا رامنځته کړې ده.

د خبریالانو د ساتنې کمېټه وايي، د خپلواکې خبریالۍ ځپل د طالبانو تر کنټرول لاندې د یوه پراخ اطلاعاتي نظام د رامنځته کولو له لارې ترسره کېږي. د دې ادارې په وینا، د څو ولایتونو خبریالانو ورته ویلي چې «مانادار راپورونه» تر دې کچې محدود شوي چې له ترافیکي پېښو، روغتیا او زده‌کړو پرته د نورو پېښو د راپور ورکولو اجازه نه لري.

د خبریالانو ملاتړې دغه اداره وايي، طالبانو په وروستیو کلونو کې په کابل او د افغانستان په ولایتونو کې لسګونه خپلواکې رسنۍ تړلې دي، چې د افغانستان د خپلواکو رسنیو له منځه تللو سلګونه خبریالان د سیمې هېوادونو ته په تبعید کېدو اړ کړي دي.

د خبریالانو د ساتنې کمېټه وايي، هغه خبریالان چې د طالبانو له خپل‌سرو نیونو او غچ اخیستنې څخه د وېرې له امله له افغانستانه تښتېدلي، په ګاونډیو هېوادونو کې هم خوندي نه دي او تل د جبري ستنولو او د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې له خطر سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو او رسنیو نور ملاتړي بنسټونه هم په افغانستان کې د خبریالۍ د وضعیت له خرابېدو نیوکه کوي. د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون اعلان وکړ چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو د حقونو او ازادیو د نقض تر ۱۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

دغه بنسټ ویلي، په ظاهره د خبریالانو او رسنیو د حقونو د نقض شمېر د تېر کال په پرتله کم شوی، خو حقیقت دا دی چې د فضا د لا محدودېدو له امله خبریالان او رسنۍ ان د خپلو حقونو او ازادیو د نقض موارد هم نه شي راپورولای.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته