د تاجیکستان حکومت وايي، د افغانستان په بدخشان کې د نښتو پر مهال د دغه هېواد هوايي حریم نقض شوی، څو استوګنیز کورونه ویجاړ شوي او یوه امیندواره ښځه د افغانستان له خاورې څخه د توغول شوې مرمۍ په لګېدو وژل شوې ده.
د تاجیکستان «آسیا پلس» خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت له دغو پېښو وروسته طالبانو ته رسمي اعتراض استولی دی.
د راپور له مخې، دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) مازیګر شاوخوا ۶:۴۰ بجې د تاجیکستان د خودمختاره ګورنو-بدخشان ولایت د درواز ولسوالۍ اړوند د «دشتک» په استوګنیزه سیمه کې رامنځته شوې ده.
آسیا پلس لیکلي چې په دې پېښه کې یوه ۲۱ کلنه ښځه، یاسمین یتیمزاده، د افغانستان له خاورې څخه د توغول شوې مرمۍ د لګېدو له امله وژل شوې ده.
ځايي سرچینو ویلي چې یاسمین یو کوچنی ماشوم درلود او خپله هم امیندواره وه.
نوموړې هغه مهال په کور کې په کارونو بوخته وه چې یوه مرمۍ د کړکۍ له لارې کور ته ننوتله او د هغې ځیګر یې سوری کړ. هغه روغتون ته د انتقال پر مهال مړه شوې ده.
همدارنګه د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او اړیکو ادارې ویلي، چې د افغانستان په بدخشان کې د نښتو پر مهال، د تاجیکستان له بدخشان سره په ګډه پوله لرونکو سیمو کې څو استوګنیز کورونه زیانمن شوي او د دغه هېواد هوايي حریم هم نقض شوی دی.
د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت له دغو پېښو وروسته طالبانو ته رسمي اعتراض استولی، خو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو ځواکونو د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې له جمعهخان فاتح سره، چې د طالبانو له ځايي غړو او قوماندانانو څخه دی او اوس کومه رسمي دنده نه لري، نښتې کړې دي.
د پرونۍ نښتې اړوند په هغو انځورونو کې چې تاجکستانۍ نجونو ثبت کړي، لیدل کېږي چې د طالبانو یوه چورلکه له تاجیکستان سره په ګډه پوله کې، د افغانستان په خاوره کې، غورځېدلې ده.
همدارنګه په انځورونو کې ښکاري چې د طالبانو یوه پوځي چورلکه د آمو سیند ترڅنګ د تاجیکستان پر یوه کلي الوتنه کوي.
