ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په جنوبي هرمزګان ولایت کې د رودان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان کډوالو د لېږدونکي یوه موټر د چپه کېدو له امله یو کس مړ شوی او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د ایرنا خبري اژانس د ځايي چارواکو له قوله لیکلي چې دا پېښه تېره شپه (پنجشنبه، د زمري ۲۲مه) رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، د هرمزګان د بیړنیو خدمتونو مدیر یاسر خوانچهمهر ویلي چې په دې پېښه کې یو «نیسان باروړونکی موټر» د رودان او میناب په دوهلارې کې چپه شوی، چې له امله یې یو کس مړ او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، د پېښې ټپیان د اوو امبولانسونو په وسیله د رودان امام علي روغتون او د میناب ابوالفضل روغتونونو ته انتقال شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې د رامنځته کېدو لامل نه دی معلوم.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بېوزلۍ او بېکارۍ د زیاتېدو له امله، هره ورځ زرګونه ځوانان د کار د فرصتونو د موندلو لپاره ایران ته پر خطرناکو قاچاقي لارو سفر کوي.
ترافیکي پېښې، د ایراني سرحدي ځواکونو ډزې، په پاکستان کې د غیر دولتي وسلهوالو ډلو له خوا برمته کېدل او په دښتو کې مړه کېدل هغه خطرونه دي چې تل له کار پسې تلونکو دغو افغان کډوالو ته مرګژوبله اړوي.
په تېرو څو اوونیو کې لږ تر لږه ۱۹ ځوانان، چې لا ایران ته نه وو رسېدلي، د نیمروز په وچو او له ګرمۍ سوځېدلو دښتو کې ورک شوي او د تندې او لوږې له امله مړه شوي دي.
