په نورستان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمدحسن ثاقب وايي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
ثاقب ویلي، دا پېښه د پنجشنبې په ماښام (د زمري ۲۲مه) د نورګرام ولسوالۍ د «شمګل» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې یو «ډاټسن» موټر له سړک څخه وتلی او چپه شوی، چې له امله یې دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتي باختر خبري اژانس د ثاقب له قوله لیکلي چې دا پېښه د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
