طالبان نورستان کې د سېلاب‌ځپلو مرستې پر خپلو پلویانو وېشي

د نورستان مرکز پارون کې مرګونی او وېجاړونکی سیلاب /Photo: Social Media

د نورستان په مرکز پارون او برګمټال ولسوالۍ کې وروستیو مرګونو او وېجاړونکو سېلابونو که څه هم ډېری خلک له مالي او ځاني پلوه سخت زیانمن کړي، خو شکایت کوي چې طالبان د دوی په نوم شویو مرستو کې پراخ فساد کوي.

سېلاب ځپلي کورنۍ وايي، د مرستو د وېش پرمهال طالبان د خپلو طالب سرتېرو او د خپلو پلویانو کورنیو ته چې هېڅ راز زیان نه دی ور رسېدلی او د مرستو مستحق نه دي هر اړخیزې مرستې ترلاسه کوي.

د ددوی په وینا، له یوه لوري یې د کورنۍ عزیزان او کاروبارونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول له لاسه ورکړي او له بل لوري یې طالبان د سېلاب ځپلو په نوم د مرستندویه بنسټونو له لوري ترسره شوې بشري مرستې خپلو اړوندو کسانو ته ورکوي چې د دوی اندېښنې لا زیاتوي.

شااوخوا درې اوونۍ وړاندې د «چنګاښ په ۲۹مه» ورښتونو او مرګوني سیلاب د پارون ښار په مخه کړ، چې له امله یې د نورستان د ځايي طالبانو په وینا ۲۵ کسه مړه، ۱۲۰ نور ټپيان او شااوخوا ۳۵ مېلیونه امریکايي ډالر مالي زیانونه واړول.

په پارون کې د سیلاب له امله وېجاړو شویو ودانیو لاندې د جسدونو موندلو عملیات/Photo: Etilaat Roz Newspaper

د نورستان مرکز پارون چې په وروستیو کلونو کې یې په کور دننه او بهر د سیاحت په برخه کې پراخ شهرت موندلی و، د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې  په ۲۹مه په پارون ښار کې سخت ورښتونه او مرګونی سېلاب راغی، چې له امله یې لسګونه  کسان مړه  او ټپیان شول او د ۳۵ مېلیونه ډالرو په اندازه یې مالي زیانونه یې ورسول.

له دغو سیلابونو وروسته په سمدستي ډول اړوندو بهرنیو مرستندویه بنسټونو هر اړخیزې مرستې د پارون ښار وروستیو سیلاب ځپلو ته ورسولې؛ خو دوی په دې برخه کې د طالبانو پر پراخ فساد نیوکې کوي.

دوی وايي، طالبان هغه کسان هم د زیانمنو په کتارونو کې ځای پرځای کوي چې هېڅ ډول زیان یې نه دی لیدلی؛ خو د سیلاب ځپلو په وینا طالبان د زیانمنو په نوم راغلې مرستې هغوی ته هم رسوي. د نورستان په مرکز پارون کې په مستعار نوم اول خان چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي چې اصلي نوم یې خپور کړو، اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ما دولس کاله وړاندې په پارون کې دوه دوکانونه جوړ کړي وو، چې له بده مرغه سلابونو هر څه له منځه یوړل او د کلونو خواري مې په اوبو لاهو شوه، اوس له سیلاب ځپلو سره د موسساتو مرستې راځي؛ خو د سیلاب ځپلو په نوم چې کومې مرستې راځي هغه سیلاب ځپلو ته په پوره مانا نه رسېږي.»

سېلاب ځپلي وايي، له یوه لوري یې د خپلو کورنیو غړي او عزیزان له لاسه ورکړي او هر یوه ته د سلګونه زره افغانیو په ارزښت مالي زیانونه ور رسېدلي او له بل لوري طالب مسوولان پر خپلو سرتېرو او طالب پلوه کورنیو مرستې وېشي چې دوی یې له جدي اندېښنو سره مخ کړي.

د سېلاب ځپلو په وینا، د ځايي طالب چارواکو له لوري د دغه پراخ فساد له امله د مرستو رسونې دا بهیر هم زیانمن شوی چې مستحقې کورنۍ مرستې نه شي ترلاسه کولی.

د نورستان د مرکز پارون ښار اوسېدونکی اصلاح الدین (مستعار نوم) له اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: « ما د خپلې کورنۍ درې غړي په دې سیلاب کې له لاسه ورکړل او له بله پلوه مې خپل کور هم سخت زیانمن شو، مګر له سیلاب وروسته د موسسو او مرستندویه ادارو مرستې زموږ په نوم راځي؛ خو د عکس اخېستو لپاره مو ودروي؛ یو شمېر سیلاب ځپلو سره مرستې وشي؛ نور نو د طالبانو ولایتي چارواکي او رییسان یې پر خپلو سرتېرو او څوک چې د هغوی فکري خلک دي، مرستې ورکوي او په رسیدونو کې د سیلاب ځپلو نومونه لیکل کېږي.»

د نورستان په مرکز کې تر خاورو لاندې جسدونو د پلټنې عملیاتو شېبې /Photo: Social Media

په همدې حال یو شمېر نور سیلاب ځپلي وايي، د سېلاب له را وتلو تر درې اوونیو بې سرپناه، د څښاک پاکو اوبو ته یې نه لاسرسی او د خوراکي توکو کمښت هم له جدي ګواښ سره مخ کړي وو.

د سېلاب ځپلو په وینا، اکثریت مرستندویه بنسټونو د سیلاب ځپلو په نوم مرستې رسولې وې؛ خو په دغو مرستو کې د نه شفافیت او پراخ فساد له امله د دوی ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي او دوی د سرپناه، خوراکي توکو، د څښاک پاکو اوبو او له نورو اسانتیاوو بې برخې دي. د نورستان د مرکز پارون ښار سېلاب ځپلي عبدالهادي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د سیلاب د راتګ له امله مو په کورونو کې څاه ګانې تخریب شوي او زیاتره کوهیانو کې د سیلاب اوبه ننوتلي، چې د څښاک وړ نه دي، په دغو مرستو کې هېڅ ډول شفافیت نشته، د سیلاب ځپلو په نوم مرستې اول هغوی ترلاسه کوي، چې واسطه او له طالبانو سره اړیکې ولري. د درې اوونیو په تېرېدو سره لا هم زموږ ستونزو ته په سم ډول رسېدنه نه ده شوې، نورې بنسټیزې مرستې خو پرځای پرېږده حتی زموږ د څښاک د پاکو اوبو ستونزه لا هم نه حل شوې.»

بل لور ته د نورستان په مرکز پارون کې له مرګوني او وېجاړونکي سیلاب وروسته د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې هم مرګونی سیلاب راغلی و، چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو.

د طالبانو ولایتي مسوولینو ویلي وو، چې د دغه سیلاب له امله نږدې دوه سوه استوګنیز کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ شوي.

د برګمټال ولسوالۍ د اوله ګل سیمې سیلاب ځپلي شکایت کوي چې د ۲۴ ساعتونو په تېرېدو سره هم د طالبانو مرستندویه ادارو له دوی سره د مرستو په رسېدنه نه وه کړې، چې له امله یې له جدي ننګونو سره مخ کړي وو. د برګمټال ولسوالۍ د اوله ګل سیمې اوسېدونکی عبدالرحیم (مستعار نوم) زیاتوي: «نږدې درې هفتې وړاندې د برګمټال ولسوالۍ په اوله ګل سیمه سیلاب راغی، ډېر کورونه یې وېجاړ کړل؛ خو تر ۲۴ ساعتونو د طالبانو ولایتي مسوولو ادارو له موږ سره د مرستې او لاسنیوي لپاره رسېدنه ونه کړه، کورونه مو غورځېدلي وو، لومړۍ شپه را باندې بې سرپناه او خوراک ـ څښاک پرته تېره شوه، موږ او ماشومان مو سخت وځورېدو، په دویمه ورځ ناوخته د طالبانو اړوندې ادارې او مرستندویه موسسات راغلل او له موږ سره یې د ډوډۍ او اوبو مرستې وکړې؛ خو له هغه وروسته یې تر اوسه نه د موقتي سرپناه او نه هم د نورو بنسټیزو مرستو اقدامات کړي دي.»

د نورستان برګمټال ولسوالۍ کې سېلاب لسګونه کورونه وېجاړ کړي /Photo: Social Media

د نورستان د برګمټال ولسوالۍ په اوله ګل سیمه کې چې سېلاب لسګونه کورنیو ته درانه مالي زیانونه اړولي شکایت کوي، چې تر اوسه ورته کافي مرستې نه دي رسېدلي چې له امله یې له سختو ستونزو سره مخ دي.

سېلاب ځپلي له اړوندو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې له دوی سره دې بنسټیزې مرستې وکړي؛ ترڅو دوی بېرته پر خپلو پښو ودرېږي.

د برګمټال ولسوالۍ د اوله ګل سیمې اوسېدونکی عزیز (مستعار نوم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «نږدې درې هفتې په تېرېدو دي؛ خو نه طالبانو او نه هم مرستندویه ادارو راسره بنسټیزې مرستې کړي، موږ له سختو مالي زیانونو سره مخ شوي یو، زموږ غوښتنه دا ده، چې مرستندویه موسسات دې موږ سره اساسي مرستې وکړي؛ ترڅو مو مالي زیانونه جبران او بېرته پر خپلو پښو ودرېږي.»

بل پلو نورستان کې د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، د مرستندویه بنسټونو پرمټ یې سیلاب ځپلو ته لومړنۍ بشري مرستې رسولي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د یاد ولایت د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم وايي، مرستندویې ادارې له دوی سره په همغږۍ سیلاب ځپلو ته مرستې رسوي.

نوموړی وايي، هڅه کوي د کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو پر مټ له سېلاب ځپلو سره بنسټیزې مرستې وکړي؛ خو فریدون صمیم د سیلاب ځپلو په نوم راغلیو مرستو کې د فساد او نه شفافیت په تړاو له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

 له دې وړندې د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې «سیګار» په خپل یوه خپور کړي راپور کې ویلي و، د څارنې نشتوالي له امله طالبان په بهرنیو مرستو کې لاسوهنه کوي او پر خپلو کسانو یې وېشي. یادې ادارې په خپاره کړي راپور کې ویلي و،  چې په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستو د وېش بهیر کې د طالب چارواکو لاسوهنې زیاتې شوې او د دغه بنسټ د مرستو په بهیر کې د طالب چارواکو د لاسوهنې ۱۶۴ قضیې ثبت شوي چې له امله یې د دې ادارې ۷۲ پروژې ځنډول شوي او دوه پروژې په بشپړه توګه درول شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته