خوست کې د ۳۷۷ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا د پنځو پروژو چارې پیل شوې

Photo: Social Media

په خوست کې سیمه ییز چارواکو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۳۷۷ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې د پنځو لویو پروژو چارې پیل خبر ورکړی.

د خوست د برېښنا ریاست لپاره د طالبانو رئیس مولوي عزت‌الله مخلص وايي، دغه پروژې د مرکز متون، صبریو، منګل کوټ او ځینو نورو سیمو ته د برېښنا رسولو په موخه پلې کېږي.

د مخلص د مالوماتو له مخې، د دغو پروژو له بشپړېدو سره به له اوو زرو تر ۱۵ زرو پورې کورنۍ د برېښنا له اسانتیاوو برخمنې شي.

نوموړي زیاته کړه چې د پروژو ټول اړین تخنیکي وسایل به د افغانستان برېښنا شرکت د مرکزي ریاست له لوري برابر او په لنډ وخت کې خوست ته ولېږدول شي.

بلخوا د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د طالبانو اجرائیوي رئیس عبدالحق همکار ویلي، په ټول هېواد کې د برېښنا رسونې ګڼې لویې پروژې روانې دي.

د هغه په وینا، د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د برېښنا د پراختیا په برخه کې شاوخوا ۱۵ میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

نوموړي وویل، هڅه کېږي چې د وارداتي برېښنا پر ځای په کور دننه له لمریزې، بادي، سکرو او نورو سرچینو څخه د برېښنا د تولید لپاره ګټه واخیستل شي.

په ورته مهال که څه هم خوست مېشتي د دغو پروژو له پیل څخه خوښ دي، خو اندېښنه لري چې په تېرو کلونو کې هم د برېښنا رسونې ځینې پروژې پیل شوې وې، خو د نامعلومو دلایلو له امله یې چارې نیمګړې پاتې شوې دي.

د صبریو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، شمس‌الرحمن وویل، چې تېر کال هم دغې ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې د یوې پروژې چارې پیل شوې وې، خو وروسته یې کارونه نیمایي کې ودرول شول.

نوموړي غوښتنه وکړه چې دا ځل دې د برېښنا رسونې پروژې پر ټاکلي وخت بشپړې شي، څو خلک له برېښنا برخمن شي.

هغه زیاته کړه چې د برېښنا نشتون د خوست اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته