د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د خپلواکۍ ساتل د لوستو ځوانانو، که هلکان وي او که نجونې، په مرسته ممکن دي.
کرزي نن، چهارشنبه، د زمري په ۲۸مه، د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا د ټولو لپاره د زدهکړې د فرصتونو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
پخواني ولسمشر ویلي، که څه هم د خپلواکۍ ترلاسه کول ارزښتناک دي، خو د خپلواکۍ ساتل هغه مهال ممکن دي چې افغانستان پیاوړی او پر خپلو امکاناتو متکي وي.
ښاغلي کرزي ټینګار کړی چې د یوه هېواد ځواک په تلپاتې سولې او ثبات، ملي یووالي او د لوستو ځوانانو په لرلو پورې تړلی دی.
هغه د هېواد د ټولو ماشومانو، که نجونې وي او که هلکان، لپاره د زدهکړې د فرصتونو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
کرزي تر دې مخکې هم څو ځله له طالبانو غوښتي چې د ښه او باثباته راتلونکي لپاره باید د ښځو او نجونو د زدهکړې او کار پر وړاندې لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.
طالبان په داسې حال کې د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو کلیزه لمانځي چې د افغانستان پخوانی پاچا امانالله خان د ښځو پر زدهکړو او برابرۍ باور درلود. د هغه د واکمنۍ پر مهال د نجونو لومړنی ښوونځی جوړ شو او له شاهي ماڼۍ څخه د ښځو لپاره د اختیاري حجاب دود هم پیل شو.
