«د افغانستان د مقاومت ملي جبهه» وايي، ځواکونو یې د بغلان ولایت د ګذرګاه نور ولسوالۍ پر مرکز برید کړی دی.
د مقاومت ملي جبهې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه برید د پنجشنبې شپې (۲۹ د زمري) شاوخوا ۹:۰۰ بجې ترسره شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګذرګاه نور ولسوالۍ پر مرکز د یوه راکټي برید په پایله کې د طالبانو یو غړی وژل شوی او دوه نور غړي یې ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
«د افغانستان د مقاومت ملي جبهې» داسې مهال د یوې ولسوالۍ پر مرکز د برید خبر ورکړی چې تېره شپه یې د خپلو لوړپوړو قوماندانانو له ډلې د حسیب پنجشیري وژل کېدل هم تایید کړل.
طالبانو تر دې وړاندې د وسلهوالو مخالفو جبهاتو د ادعا شویو بریدونو په اړه غبرګون نه ښود او د هغوی شتون یې ردوه. خو تېره شپه د افغانستان د مقاومت ملي جبهې وویل چې د حسیب پنجشیري وژل کېدل ښيي چې د طالبانو دا روایت دروغ دی.
