د تاجکستان رسنیو راپور ورکړی چې دوه کسان له افغانستان څخه د نشهيي توکو د قاچاق پر مهال او له تاجکستاني سرحدي ځواکونو سره د وسلهوالې نښتې په پایله کې وژل شوي دي.
تاجکستانۍ رسنۍ «پامیر انسایډ» نن (جمعه، ۳۰ د زمري) د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې په حواله راپور ورکړی چې وژل شوي کسان د افغانستان اتباع وو.
په راپور کې د پېښې کره وخت نه دی مشخص شوی، خو ویل شوي چې دغه کسان د تاجکستان خاورې ته د ننوتلو پر مهال وسلهوال وو.
په راپور کې راغلي چې د افغانستان دوه اتباع، چې د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د برزنګي کلي اصلي اوسېدونکي وو، د تاجکستان د ختلان ولایت د جیحون ولسوالۍ اړوند د فتحآباد پنځمې جماعت سیمې ته ننوتلي وو.
د تاجکستان امنیتي چارواکو ویلي چې دغو کسانو د امنیتي ځواکونو له خبرداریو سره سره ونه درېدل او پر سرحدي ځواکونو یې ډزې وکړې، چې په پایله کې یې په نښته کې ووژل شول.
تاجکستاني سرحدي ځواکونو له دغو دوو کسانو څخه یوه کلاشینکوف، یوه ماکاروف تومانچه او دوه بکسونه ترلاسه کړي چې ۱۷ کیلوګرامه چرس پکې وو.
په شمال کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
که څه هم طالبان ادعا کوي چې د نشهيي توکو د تولید او سوداګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي، خو د افغانستان څخه د مرکزي آسیا هېوادونو ته د نشهيي توکو قاچاق هره میاشت د خبرونو موضوع ګرځي. په ځینو مواردو کې قاچاقبران له افغانستان څخه د مرکزي آسیا هېوادونو ته د نشهيي توکو د لېږد لپاره له بېپیلوټه الوتکو، او همدارنګه په ماشینونو او صادراتي توکو کې له پټولو څخه هم کار اخلي.
