په کندهار کې یوه ځايي سرچینه وايي چې په دغه ولایت کې یو ملکي کس په مخامخ ډزو وژل شوی دی.
دغه سرچینه چې نه غواړي هویت یې ښکاره شي، وايي چې دا پېښه نن (یکشنبه، د تلې ۲۶مه) د کندهار ښار د اوومې ناحیې اړوند د پنجوايي څلورلارې په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، یو کس له یوې ښځې سره په موټر کې د طالبانو له امنیتي پوستې تېر شوی و، چې وروسته په شخصي جامو کې طالب وسلهوالو پر موټر ډزې کړې دي. د ډزو پر مهال موټرچلوونکی په نښه شوی او وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، د وژل شوي کس جسد د طالبانو له لوري د میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول شوی دی.
تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل او د وژل شوي کس هویت نه دی په ډاګه شوی.
په کندهار کې طالبانو یو ځوان په ډزو وژلی دی
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
