رباب فاطمه د یوناما د نوې مشرې په توګه کار پیل کړی

بنګله‌دېشۍ ډیپلوماټې رباب فاطمه په رسمي ډول د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه کار پیل کړ.

یوناما نن (یکشنبه، د تلې ۲۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې رباب فاطمه کابل ته رسېدلې او خپل کار یې پیل کړی دی.

نوموړې د قرغزستان د سیاستوالې او ډیپلوماټې رزا اوتنبایوا ځایناستې شوې ده، چې د ۲۰۲۲ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې یې د یوناما مشري کوله.

یوناما ویلي چې رباب فاطمه «په ملي او نړیواله کچه د ملکي خدمتونو، دوه‌اړخیزې او څو‌اړخیزې ډیپلوماسۍ، د پالیسۍ جوړولو، د حقونو د غوښتنې او د پروګرامونو د طرحې او پلي کولو» په برخو کې تر ۳۰ کلونو ډېره کاري تجربه لري.

د یوناما د اعلامیې له مخې، نوموړې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د مشرې په توګه تر ټاکل کېدو مخکې «د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او د لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې راګیرو پرمختیايي هېوادونو او کوچنیو ټاپووزمه‌یي پرمختیايي هېوادونو لپاره د دغه سازمان د عالي استازې» په توګه دنده ترسره کوله.

رباب فاطمه له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په ملګرو ملتونو کې د بنګله‌دېش سفیره او دایمي استازې هم وه. په دې موده کې یې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (۲۰۲۰) او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (۲۰۲۲) د اجرائیوي پلاوو د مشرې او همدارنګه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP)، د نفوسو صندوق (UNFPA) او د پروژو د خدمتونو دفتر (UNOPS) د اجرائیوي پلاوو د مرستیالې په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړې په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د سولې جوړونې کمېسیون د مشرې په توګه وټاکل شوه او په دې توګه د دغه کمېسیون لومړنۍ ښځینه مشره شوه. هغې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اووه اویایمې غونډې د مرستیالې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

رباب فاطمه ملګرو ملتونو ته تر تګ مخکې، له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په جاپان کې د بنګله‌دېش سفیره وه او له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د عمومي رئیسې په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغې په نیویارک، جنیوا، بیجینګ او کلکته کې د بنګله‌دېش په استازولیو او همدارنګه د خپل هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې په بېلابېلو دندو کې کار کړی دی.

نوموړې د کډوالۍ په نړیوال سازمان کې هم دنده ترسره کړې او په لندن کې یې د مشترک‌المنافع هېوادونو د دارالانشا د بشري حقونو د برخې مشري هم کړې ده.

مورنۍ ژبه یې بنګالي ده، خو په انګلیسي هم خبرې کوي او پر هندي او اردو ژبو هم پوهېږي.

رباب فاطمه په داسې حال کې د یوناما مشري پر غاړه اخلي چې طالبانو د افغانستان پر ښځو محدودیتونه زیات کړي او هڅه کوي چې ښځې او نجونې په بشپړ ډول له عامه ژوند څخه لرې کړي.

د هغې د مخکینۍ مشرې، رزا اوتنبایوا، ماموریت له پراخو نیوکو سره مخ و. د ښځو او بشري حقونو یو شمېر فعالانو هغه د طالبانو په «سپین‌ښودلو» تورنوله.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته