سيبياېس نیوز د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځمهاله ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته له خپلو سلاکارانو څخه په حضوري او ټیلیفوني خبرو کې پوښتلي، چې ایا پیت هګست باید د دفاع وزیر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي او که نه؟
دې رسنۍ د یوې باخبره سرچینې په حواله لیکلي، چې د فلوریډا جمهوريپال والي ران ډیسانتیس د هګست د احتمالي ځایناستي په توګه مطرح شوی دی. ویل شوي، چې نوموړی کولای شي د امریکا د سنا مجلس د تایید رایې ترلاسه کړي.
سيبياېس نیوز زیاته کړې، چې د نورو سرچینو په وینا، ټرمپ لا هم د هګست د ځایناستي په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کېلي هم سيبياېس نیوز ته ویلي، چې ولسمشر ټرمپ «پر وزیر هګست بشپړ باور لري».
د منځمهاله ټاکنو له ترسره کېدو مخکې، دیموکراتانو د پیت هګست د استیضاح هڅې کولې. اوس چې دیموکراتانو په ټاکنو کې د کانګرس په دواړو مجلسونو کې غوڅ اکثریت ترلاسه کړی، د ټرمپ د دفاع وزیر د استیضاح لپاره د هڅو د زیاتېدو احتمال هم شته.
سيبياېس نیوز لیکلي، چې د سپینې ماڼۍ ځینو مرستیالانو اټکل کړی، چې د جمهوريپالو د منځمهاله ټاکنو د ماتې یوه برخه پړه به د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د قوماندان براد کوپر او د پوځ د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې د مشر ډان کېن پر غاړه واچول شي؛ ځکه دواړو د ایران پر وړاندې د جګړې په رهبرۍ کې مهم رول درلود.
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې درنې ماتې جمهوريپال ګوند له داخلي اختلافاتو سره مخ کړی دی.
د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس د ایران پر وړاندې جګړه، اقتصادي ستونزې او له اسرائیلو څخه ملاتړ په دغو ټاکنو کې د جمهوريپالو د ماتې له مهمو لاملونو بللي دي.
جمهوريپالو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو کنټرول له لاسه ورکړ. دیموکراتانو په دغو ټاکنو کې ان په ځینو هغو ایالتونو کې هم بریاوې ترلاسه کړې، چې په دودیز ډول د جمهوريپالو پیاوړې اډې ګڼل کېدې.
